Skip to main content

تحليل ها و پيام ها

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > تحليل ها و پيام ها  

 

Print

مطالب نشر شده از  ولی محمد نورزی در پورتال افغان جرمن آنلاین:
 
30) شمالي ټلواله او کرزی دافغانستان څخه څه شي جوړوي؟؟
29) ولسي څیري هیریږی اوزور واکي څیري را ژوندي کیږي!
28) داولس مشر فرمان داداری فساد او رشوت مخه نشي نیولای؟
27) په پاکستان کي د خبریال ویب پاڼی د بندیز په هکله کلک غبرګون!
26) فساد د فساد لپاره لاره پرانیزې!
25) د اولس مشر ډیري خوږي خبرې ولې د عمل نه لیري،
24) د تورو اوشنو چایو څښل څه ګټه لری؟
23) ژړا او خندا
22) تیری دری لسیزی او دافغانانو شخړی اوستونځی
21) ځنې افغانان ولي دخپلي خاوری دښمنا ن دي
20) دافغانسًتان نامتو سندر غاړی ظاهر هویدا په آلمان کی په حق ورسیدی
19) کرکه، نفرت، تعصب او کینه ولی د انسانانو په منځکي ناوړی اغیزی لري
18) سیمین بارکزی د مرګ او ژوند په منځ کي
17) د افغا نستان د جمهوری ریاست ارګ د جنازو او فاتحو مرکز شو
16) په افغانستان کي لس کلنه دیموکراسېاو د کرزی د واک او قدرت چاري
15) افغانان د پاڼ او پړانګ په منځ کي
14) د آریا نا (بیات) د تلویزیون ځیني خپروني د افغانانو په ګټه نه دې
13) امریکایانو افغانانو ته څه ورکړل
12) اوساما بن لادن
11) د ولسی جرګي د انتخاباتو پر کشالې د ځانګړي اختصاصي محکمي پریکړي څه شوي؟
10) دلیبیا د خلکو راتلونکي هیلي او د قذافي د واک آخرنی شیبي
9) په افغانستان کي د فوځي اډو شتون او ضرورت
8) د ولسی جرګی د ریاست مقام ته د وکیلانو د پهلوانی او زور آزمایی مسابقه بیاهم نا کامه شوه.
7) د مصرغورنګ او د خلکو خپلواک زورد ټولو نړۍ خلکوته د عبرت او پند درس
6) د تونس غورځنګ د عربی هیوادو خلک د اوږده خوبه را ویښ کړل
5) د افغانستان او ایران اړیکي کومی خواه ته روانی دي
4) د افغا نستان او ایران اړیکي کومی خواه ته روانی دي
3) لوی څارنوال باید استعفا وکړی او یا د جزا قانون تطبیق کړی.
2) د امریکا ناوړی سیاست او دکرزی فاسد حکومت
1) اسلام، سوله،(صلح) او جرګه د سیاست په ډ ګرکی
معلومات بیشتر:
تماس با نویسنده :
اسم
ایمیل شما
پیام شما
       

 
 
ولی محمد نورزی د مولا داد زوې دي چه په ۱۹۵۱میلادی کال د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالې د رباط د کلۍ په یوه غریبه کورنۍ کی پیدا شوی دې. د څلورو کالو سن ته لا نه وه رسیدلئ چه پلار یي د ټولي کورنۍ سره د هلمند ولایت ته کوچ وکړې. او هلته یي د ناقیلنو په لست کي د دولت لخواه د نادعلی په ولسوالی کي دولتی مځکه ترلاسه کړه او دخپلو ټولو اولادونو سره په هلمند کي په خپله مځکه کی د کرهڼې په چاروکي مصرف شو.

زده کړی او تحصیلات:
۱: په ۱۶۵۹ میلادی کال کی د نادعلی ولسوالی په لمړنۍ ښوونځی کی شاملشو.
۲:په ۱۹۶۵ میلادی کال یی لمړني ښوونځي په ټولګۍ ددوهم لمبر په بریالیتوب سره خلاصه کړه
۳: په ۱۹۶۶ میلادی کال کی د هلمند ولایت د کانکور د ازموینی وروسته د کابل ولایت دبدنی روزنی په لیسه کی شامل شو.
۴: په ۱۹۷۲ کمال یی دبدنی روزنی لیسه خلاصه کړه او بیرته و هلمند ولایت ته ولاړی .
۵: په ۱۹۷۹ میلادی کال کی دژورنالیزم په څانګه کي دلوړو زده کړو لپاره شوروی اتحاد ته ولاړی. یوکال داوکراین مرکز کیف کی او بیا وروسته پنځه کاله دروسی فدرالی جمهوریت دلیننګراد ښار ددولتی پوهنتون د ژور نالیزم فاکولتی کی شامل .
۶: ۱۹۸۵ ملادی کال کی دماستری دیپلوم په لاسته راوړلو سره بیرته هیواد ته راستون شو.
۷: په ۱۹۸۹میلادی کال کی د افغانستان د علومی اکادمی له لاری دیوه کال لپاره د ستاژ دوری ته دشوروی اتحاد دعلومو اکادمی په غوښتنه د نینګراد دعلومو اکادمی څانګی ته ولاړی.
۸: په ۱۹۹۰ میلادی کال داسپرانتوری( دوکترا کاندید ته) دروسی د فدرالی جمهوریت دلیننګراد دولتی پو هنتون د ژورنالیزم فاکولته ته معرفی شو.

دندی او ماموریتونه :
۱: په ۱۹۷۲ میلادی کال د هلمند ولایت دکرمسر د کرهڼی په لیسه کی استاد
۲: په ۱۹۷۶میلادی کال کی د هلمند ولایت د ښوونی او روزني په عالی مؤسسه کی استاد.
۳: په ۱۹۸۵ میلادی کال کی دکابل ننداری دسینما او کلوپ لوی مدیر .
۴: په ۱۹۸۷ میلادی کال د عسکری داحتیاط دوری او په همدغه کال یی خلاصه کړه.
۵: په ۱۹۸۸ میلادی کال دعلومو اکادمی داسنادو او ارتباطو په مدیریت کی مامور.
۶: په ۱۹۸۹میلادی کال کی دعلومواکادمی د کتابخانی لوی آمر او د مجا هیدنو تر راتک پوری هلته پاته شوی دي.
په ۱۹۹۸ میلادی کال کي په هیواد کی د جګړو او نا امنیو له کبله مجبور شو د ها لند هیواد ته د مهاجر په توګه هجرت وکړي ،چه تر اوسه پوری په ها لند کي اوسیږی.

څیړه نیزې مقالي او علمی تیزسونه :
د کابل تیاتر ته یو لیکلي ډرامه چه د کوچنیانو لپاره یوه نمایشنامه جوړه شوه (جوینده یابنده است).
د کابل په ورځپاڼو کي مختلفی څیړنی مقالی په بیلا بیلو موضوعاتو کي
په شوروی اتحاد کي د کمسمول او د لیننګراد د پوهنتون په اونیزه جریده کي د ځوانانو د رول او د افغاني محصیلنو وجیبه او وظیفه او همدا رنګه په بهرکی افغانی محصلین او داسی نوری مقالي.
ولی محمد نورزی په لیننګراد کي د دولتی پوهنتون د ټولو فاکولتو د افغانی محصلنو د ټولنی د شورا مشر پاته شوی دي. او په دی لاره کي یي ډ تولو افغانی محصلینو سره پخپل وخت مرستي کړی دي.
په شوروی اتحاد کي يی د مختلفو پوهنتونونو په بین المللی او نړیوالو کنفراسو کي يي فعال ګډون کړی دی. او خپلې بیانیی او تیزسونه یی وړاندی کړې دی. ډ نړیوالو کنفرانسونو او علمی مرکزونو لخواه دری ځله تحسین نامي د وړ ژور نالیست په توګه او د پوهنتون او فاکولتی لخواه یی لس ځله په ستاین لیک، شاباسی او ښه محصل په توګه ویاړل شوی دی.
ولی محمد نورزی د مګړي د ټولو افغانی رسنیو سره د همکاري ملتیا لري او په افغانی ویب پاڼو کي فعاله برخه اخلي چه خپلي مقالي، شعرونه او لنډی کیسی یي د ټولو افغانی ویب پاڼو په ارشیف کی لیدل کیږي چه دا په خپله دده د علاقی او همکاری یو لوړ ثبوت دی.
د خپل توان او قدرت په اندازه وړ سیاسي، اجتماعي او تاریخي معلومات په افغانی ویب پاڼو کي خپروی، او په دی لاره کي خپله هڅه او هاند جاری وساتی.
ولی محمد نورزی متاهل دئ. او پنځه اولاده لري چه اولادونه یی ټوله د لوړو زده کړو په پوهنتونونو او عالی تحصیلاتو کی مصروف دي. چه دا په خپله د راتلونکي نسل لپاره یوه ښه بیلګه ده.






 supported By AFGHAN GERMAN ONLINE All right reserved