که څه هم د طالبانو له واکمنۍ مخکې کلونو کې نجونو په پرله پسې توګه دکانکور په ازموینه کې لومړی مقام ګټلی و، خو سږ کال دوی ددریم پرله پسې کال لپاره له ازموینې منع شوې، او یو ځل بیا یو هلک دنجونو له شتون یا سیالۍ پرته د کانکور د لومړي مقام اخیستونکي په توګه اعلان شو. یو شمیر نجونې زده کونکي چې له زده کړو محرومې شوي وايي چې کله دکانکور پایلې اعلان شوې، د دوی نومونه په هیڅ لیست کې نه وو؛ ددې لپاره نه چې دوی درس نه وه ویلی، بلکې یوازې د دې لپاره چې دوی نجونې وې او اجازه نه وه ورکړل شوې چې ازموینه کې ګډون وکړي.
له دې ډلې، کبرا حیدري آزادي راډیو ته وویل چې دکانکور ازموینه دنجونو دهیلو دترلاسه کولو یو پُل دی. نوموړې وايي، "د کانکور ازموینه یوازې یوه ساده آزموینه نه ده، بلکې دا زموږ دهیلو نړۍ ته دتګ پُل دی، خو له بده مرغه دا پُل یې په افغانستان کې مات کړی، موږ خپلو اهدافو او هیلو ته درسېدو لپاره هیڅ لاره نه لرو، موږ په افغانستان کې دنجلۍ توب له امله ستړي شوې یو، نورې واقعاً نه پوهیږو چې څه وکړو، باید پر کوم دیوال سرونه ووهو چې ووایو موږ هم دلته یو، موږ هم ژوندۍ یو او ددې ټولنې نیمایي برخه یو او غواړو یو څه وکړو، هیڅ څوک نشته چې زموږ غږ واوري."
دښځو دحقونو یو شمېر فعالانې وايي، د کانکور له آزموینې دنجونو ایستل نه یوازې له پوهنتونه د یو نسل ایستل دي، بلکې په وینا یې دا دیو ستر ملت دراتلونکي حذفول دي. ددغو فعالانو له ډلې دافغانستان دښځو دهمکارۍ دسازمان مشره ګلچهره یفتلي، دطالبانو دا پریکړه دښځو پروړاندې دتبعیض پر بنسټ بولي او وایي چې دنجونو دزده کړو محدودول به افغانستان دسترې بې وزلۍ، وروسته پاتې والي او ناامیدۍ په لور بوځي. هغې آزادي راډیو ته وویل چې زده کړه دهر انسان حق دی، نه امتیاز او په اوسنۍ نړۍ کې زده کړه انتخاب نه، بلکې یوه ټولنیزه اړتیا ده. آغلې یفتلي زیاتوي، "کله چې یوه نجلۍ دزده کړې له حقه محرومه شي، موږ دیوې ښوونکې، ډاکټرې، لیکوالې او حتی دیوې پوهې مور راتلونکې له منځه وړو، هغه ټولنه چې دپوهنتون دروازې دنجونو پرمخ وتړي په حقیقت کې دپرمختګ، خبرو اترو او پراختیا دروازه په خپل مخ تړي او ټولنه دتیارو په لور بیایي."
په افغانستان کې سږ کال دکانکور ازموینې پایلې دیکشنبې په ورځ، دسرطان په ۲۹مه اعلان شوې، او سید موسی وکړای شول چې له ۳۵۶ زیاتې نمرې ترلاسه کړي، په آزموینه کې لومړی مقام خپل او دکابل طبي پوهنتون ته لار ومومي. دطالبانو دحکومت تر کنټرول لاندې دآزموینو ملي ادارې دمعلوماتو له مخې، د ۱۴۰۴ کال په کانکور آزموینه کې له ۱۲۰ زرو زیاتو هلکانو برخه اخیستې وه، چې له دې شمېره نږدې ۹۴ زره د ښوونځيو فارغین وو، له ۲۴ زرو ډیر ددیني مدرسو فارغین، له ۳ زرو ډیر دڅوارلسم پاس زده کونکي وو، او له زرو ډیر دشپې ښوونځي فارغین وو.
ددې ادارې مشر عبدالباقي حقاني دکانکور د ایلو داعلان په غونډه کې وویل، سږ کال دافغانستان دلوړو زده کړو موسسو د جذب ظرفیت ۷۶ زرو او ۴۰۰ کسان او دنیمه لوړو زده کړو په مرکزونو کې ۳۳ زره او ۵۵۰ کسان دي. خو لاهم دغه تعلیمي پروسه کې د نجونو خالي ځای محسوسېږي. ډیری کورنۍ او بشري حقونو فعالان وايي چې دکانکور سراسري ازموینه کې دنجونو نشتوالی په اوسني تعلیمي سیسټم کې د جنسیتي تبعیض څرګنده بېلګه ده، داسې یو سیسټم چې ددوی په خبره، دټولنې نیمایي برخه یې دڅلورم پرله پسې کال لپاره د زده کړو له دوام او په تعلیمي ډګر کې یې دسیالۍ له حقه محرومه کړې ده. که څه هم دطالبانو له واکمنۍ مخکې کلونو کې نجونو دکانکور په ازموینو کې لوړ مقامونه ترلاسه کول، خو اوس دوی ددریم پرله پسې کال لپاره په دې سراسري ازموینه کې له ګډون څخه بې برخې شوې دي.
په ۱۴۰ ۰ کال کې، سلګۍ باران دلوړو نمرو په ترلاسه کولو دکانکور په ازموینه کې لومړی مقام ترلاسه کړی وه. دغه راز تر هغه مخکې په ۱۳۹۹ کال کې، شمسیې علیزاده دلسګونه زرو ګډون کوونکو په منځ کې لومړی مقام ترلاسه کړی و. که څه هم په ۱۴۰۱ کال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته نجونو ته دکانکور په ازموینه کې دزده کړو دڅانګو (رشتو) غوره کولو کې په محدودیت د ګډون اجازه ورکړل شوه، خو د یو شمېر ګډونوالو او کارپوهانو په خبره، د ښوونځیو دتړل کېدو او د دولسم ټولګي د نیمګړي پاتې کېدو له امله، هیڅ یوه نجلۍ په غوره لسو کسانو کې نه وه شامله. له هغه کال وروسته، د طالبانو د حکومت له خوا د پراخو محدودیتونو لګولو له امله نجونو ته په کانکور ازمومینه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.
دطالبانو حکومت بیا د ۱۴۰۱ کال دلیندۍ (قوس) په ۲۹مه په رسمي ډول دیو مکتوب په خپرولو دنجونو پرمخ دپوهنتونونو دروازې هم وتړلې. خو له هغه وروسته، د نجونو زده کړې په نیمه لوړو طبي موسسو کې دوام درلود تر هغه چې د ۱۴۰۳ کال په قوس میاشت کې دطالبانو حکومت په دې موسسو کې دنجونو زده کړې هم بندې کړې او په دې توګه زده کړو ته دنجونو لاسرسی په بشپړه توګه بند کړل شو. طالبانو د ۱۴۰۰ کال په اسد میاشت کې له بیا واکمنېدو وروسته،له شپږم ټولګيو پورته ښوونځیو دنجونو پر تګ هم بندیز لګولی دی.