له ایرانه تازه راستون شوی افغان کډوال، دفاریاب ولایت اوسېدونکی سیر له خپلې ۷ کسیزې کورنۍ سره په اسلامکلا کې دافغانستان غاړې ته دکډوالو په یو پنډغالي کې مېشت شوی. دی وایي پنځه ورځې مخکې په ایران کې له نهه کلنې استوګنې وروسته له هغه هیواده په زوره رایستل شوی او اوس یې ۵ ماشومان او ګڼ نور خپل خپلوان دنامناسب وضعیت له امله په بېلابېلو ناروغیو اخته او بېړنیو مرستو ته اړ دي. ده آزادي راډیو ته وویل: “دلته مرز کې وضعیت ډېر خراب دی، زښته زیاته ګرمي ده، بیرو بار دی، هره ورځ تر ۳۰ زرو کسان راوباسي، د پاخه عمر لرونکو، ماشومانو ټولو وضعیت بد او ګرمې هوا کې دي، اوبو ته لاسرسي نه لري، ټول ګرمیو وهلي، اسهال (نس ناستی) لري، زښته زیاتې دوړې او خاورې دي، زموږ هیله دا ده چې (اړوندې ادارې) دې ژر تر ژره دخلکو مرستو ته ودانګي او د خلکو اوبو، خوړو او له دې ځایه نورو ولایتونو ته د لېږدېدو په برخې ته دې رسېدنه وکړي.”
ها خوا دایران په تهران کې مېشت یو افغان کډوال چې ادعا کوي کورنۍ او ټول خپل خپلوان یې ترې افغانستان ته په زور شړل شوي او د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې کورنۍ یې افغانستان کې هېڅ بله سرپناه نه لري، ماشومان یې ناروغان او له تېرې یوې اونۍ راهیسې اسلام قلعه پوله کې تر خیمو لاندې اوسېږي: "په مرز کې وضعیت ډېر بد او دوړې دي،ټوله کورنۍ ناروغه شوې، یوازې ماما مې چې له کورنۍ سره یې ایستل شوی، درې ماشومان یې ناروغان دي، مېرمن یې امیندواره وه هلته مرز کې یې ماشوم وزېږېده، دی خپله هم ناروغ دی، ټول شپږ اوه کسان همدې وضعیت کې دي."
له بل ګاوندوي هیواد پاکستانه هم ځینې تازه راستانه شوي وايي، افغانستان کې دنورو ستونزو ترڅنګ دروغتیايي اسنتیاوو نه شتون ته اندېښنې اخیستي. دپاکستان له اسلام آباده یو راستون شوي افغان کډوال چې له خپلې ۷ کسیزې کورنۍ او دخپلو خپلوانو څو کورنیو سره چهارشنبه (دجولای په ۹ مه) راکډه شوی دنوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "زموږ پرون شپه دتورخم (هاغاړې) وه نن افغانستان ته راواوښتو، اوس عمري کمپ کې یو، پاخه عمر لرونکي او کورنۍ راسره ده، پاکستان اړخ کې ستونزې وې موږ شپه موټر کې تېره کړه، ځکه بل ځای مو نه درلود، اوس سرپناه هېڅ نه لرو، موږ به له صفر ژوند پیلوو، ډېر مشکلات دي، سرپناه نشته، خواړه نشته، د درملنې (روغتیایي) اسانتیاوې نشته."
دا راستانه شوي افغانان داسې مهال دبد بشري وضعیت او له امله یې دبېلابېلو ناروغیو او ستونزو په اړه شکایتونه کوي چې تازه دروغتیا نړیوال سازمان هم په یو راپور کې له ایران او پاکستانه افغانستان ته په ستنو شویو کډوالو کې دبېلابېلو ناروغیو د خپرېدو خبره کړې او په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده. «ډبیلو اچ او» په خپل دې ۷ مخییزه راپور کې چې دملګرو ملتونو دریلیف پر وېب پاڼې د جولای په ۹ خپور کړی، ویلي چې ددې ستنو شویو تر منځ تر ټولو زیاتې راپور شوې ناروغۍ تنفسي انتانات(مېکروبونه)، شدید نس ناستی، دکرونا شکمنې پېښې او خارښت یا جلدي حساسیتونه دي چې په ټکو یې اکثریت ماشومان، ښځې او پاخه عمر لرونکي پرې اخته شوي دي.
په راپور کېد کډوالۍ د نړیوال سازمان ( ای او ایم) په حواله راغلي چې د ۲۰۲۵ کال داپریل له ۱۰ مې راهیسې له ایران او پاکستانه په ټولیز ډول ۸۳۶ زره او ۷۱۳ کسان راستانه شوی چې په ټکو یې، دجون له ۱۶مې تر ۳۰مې ددې راستانه شویو په شمېر کې داسلام قلعه پولې په ګډون د هېواد پنځو بېلابېلو لارو نه د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. راپور کې دا هم ویل شوي چې یوازې په تېرو دوو اونیو له یادو دوو هېوادونو ۲۵۴ زره او ۲۸۰ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
دروغتیا نړیوال سازمان د جولای په ۸مه بیا په دغه وېب پاڼه خپور کړي راپور کې ویلي وو چې په راستنو شویو کډوالو کې امېندواره مېرمنې، میندې، بې سرپرسته ماشومان هم شته چې ډېری له دې ستونزو سره مخ او دوی حتا له مرزه بل ځای ته دانتقال وسه نه لري چې روغتیایي مراقبتونو، خوړو او سرپناوو ته اړ دي. راپور زیاتوي چې ددې سازمان روغتیایي ټیمونو دصدماتو( څوک چې لاره کې زوبل شوي دي) دمېکروبونو، دبدن داوبو دکمښت خوار ځواکۍ دزیاتوالي راپور ورکړی چې په ټکو یې اکثریت دا پېښې په ماشومانو او پاخه عمر لرونکو کې دي. «ډبلیو اچ او» دا هم وايي چې تمه کېږي په ۲۰۲۵ کال کې، افغانستان ته دراستنیدونکو شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راشي او په ټکو یې اټکل کیږي چې شاوخوا ۱.۶ میلیونه افغان کډوال به له پاکستانه او تر ۲ میلیونو پورې له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شي.