Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > جرمني غواړي افغانستان ته په جرمونو دککړو کډوالو اخراج منظم کړي  

AgoNews: جرمني غواړي افغانستان ته په جرمونو دککړو کډوالو اخراج منظم کړي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

جرمني غواړي افغانستان ته په جرمونو دککړو کډوالو اخراج منظم کړي

منبع

د آزادی رادیو

تاریخ

9/16/2025 12:00 AM

شرح

 

دجرمني دکورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرېنت وایي، له دغه هېواده " په جرمونو دککړو" افغان کډوالو داخراج لپاره دطالبانو له استازو سره تخنیکي خبرې روانې دي.

جرمني رسنیو دښاغلي دوبرېنت په حواله ویلي، دوی غواړي ددغو خبرو اترو له لارې داسې پړاو ته ورسیږي چې دیوه نظم له مخې داخراج بهیر مخته بوځي. دجرمني دکورنیو چارو وزارت دمسولانو او دطالب استازو ترمنځ دغه تخنیکي خبرې دقطر پلازمینه دوحه کې روانې دي.

که څه هم ځینې ناتایید شوي راپورونه خپاره شوي چې جرمني دیپلوماتان غواړي په همدې موخه کابل ته هم سفر وکړي، خو دویچ ویلې دجرمني دبهرنیو چارو دوزیر جان وادفول په حواله ویلي، کابل ته دپلاوي سفر اړین نه بولي.

جرمني په تیره جولای میاشته کې ۸۱ افغانان کابل ته ډیپورت کړل چې ددوی په ټکو جرمي دوسیې یې درلودې. ترهغه وروسته دغه هېواد په برلین او بن کې دطالبانو دوه ډيپلوماتان هم ومنل.