دآلمان حکومت په افغانستان کې دطالبانو له رژيم سره دخبرو دفاع کړې ده. دغه خبرې له آلمان څخه دافغان کډوالو داخراج پروسې دآسانه کولو په مقصد کيږي. دآلمان دکورنیو چارو وزارت یوه ویاند ددوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال دسپتمبر ۱۵مه) په برلین کې وویل چې دغه تماسونه ضروري دي، چې آلمان وکولای شي تر پخوا په منظمه توګه خلک افغانستان ته اخراج کړي. دوياند په وینا، دسپټمبر په لومړیو کې په دوحه کې خبرې شوې وې او دنورو خبرو لپاره هم چمتووالی نيول کيږي. دکورنيو چارو دزارت ویاند په دې تړاو نور جزئیات ورنه کړل.
په دې توګه دا لا نه ده څرګنده شوې چې دخبرو راتلونکی پړاو به دافغانستان په پلازمېنه کابل کې ترسره شي که څنګه. دتېرې اونۍ دمطبوعاتي راپورونو له مخې، دآلمان دکورنیو چارو وزارت داسې پلانونه لري چې په کابل کې طالبانو سره خبرې وکړي. خو دآلمان دبهرنیو چارو وزیر، یوهان وادیفول، دیکشنبې په ماښام دآلمان دزېډ ډي اف تلويزيون په يوه خپرونه کې وویل چې ددوحې نه پرته په بل ځای کې خبرې «اړینې نه دي.»
دآلمان دکورنیو چارو دوزارت دویاند په وینا، دا مهال خبرې یوازې دهغو افغان مجرمانو او خطرناکو کسانو داخراج په اړه روانې دي چې په آلمان کې اوسېږي. هغه ونه ويل چې دغه ډله څومره لویه ده، ځکه چې شمېرې دایالتونو په واک کې دي. خو هغه زیاته کړه: «دکسانو شمېر دومره دی چې دغه خبرې یقیناً ارزښت لري.»
دحکومت مرستیال ویاند، شتېفن مایر، پردې ټینګار وکړ چې له طالبانو سره دغه تماسونه «په هېڅ ډول» دهغوی دقانوني افغان حکومت په توګه دمنلو معنی نه لري. په وينا يې دا یوازې او یوازې پر «تخنیکي کچه» خبرې دي او ددغو خبرو هدف دا دی چې داخراج بهیر اسانه کړي. دآلمان حکومت مخکې ويلي ول چې له آلمان څخه دافغانانو داخراج په ترڅ کې يې طالبانو ته پيسې نه دي ورکړي.