دبې اسنادو پناه غوښتونکو د بیرته ستنلو په هکله د اروپايي ټولنې وړاندیز سوې طرحه، د څه د پاسه ۲۰۰ سازمانونو او مدني ټولنې بنسټونو له سخت مخالفت سره مخامخ سوه.
د بخښنې نړیوال سازمان د دې اتحاد په استازیتوب په برلین کې د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د سپټمبر ۱۵ مه) د «بیرته ستنېدو د مقرراتو» د وړاندیز سوې طرحې د لغوه کیدو غوښتنه وکړه. دغه سازمان ویلي دي چې په نوموړې وړاندیز سوې طرحه کې داسي اقدامات شاملیږي چې د حفاظت په لټه کې کسانو له حقونو څخه یې سرغړونه کړې او هغوی ته زیان اړوي.
د بخښنې د نړیوال سازمان د آلمان د څانگې مشرې یولیا دوخرو، ویلي دي چې وړاندیز سوي مقررات د اول ځل له پاره دا زمینه برابروي چې دغه کسان باید د خپلې خوښې برعکس هغو هیوادونو ته اخراج سي چې هیڅ ډول اړیکه ورسره نه لري.
اړوند:اروپايي کمېسیون غواړي دریم هیواد ته اخراجونه آسانه کړي
هغې څرگنده کړې ده چې دغه کار کورنۍ سره جلا کوي او د انسانانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
د اروپايي ټولنې کمیسیون د مارچ په میاشت کې له قانوني اسنادو پرته کسانو د بیرته ستنولو په هکله د گډ سیستم پیشنهادي طرحه اعلان کړه. دغه نوې طرحه د رد سووپناه غوښتونکو چټک اخراج په نظر کې لري چې په هغې کې سختگیرانه قوانین او د نیول کیدو احتمال موجود دی.
د اروپايي ټولنې د کمیسیون د معلوماتو له مخې، په دغو وړاندیز سويو مقرراتو کې د هغو کسانو د نیول کیدو له پاره چې د تیښتې خطر یې موجود وي، ښکاره شرایط شاملیږي. له همدې کبله په پام کې ده چې په توقیف خونو کې د ددغو کسانو د ساتنې وخت باید د اوسني حداکثر ۱۲ میاشتو پرځای، ۲۴ میاشتو ته وغځول سي.
د اروپايي اتحادیې د کمیسیون په خبره باید د اروپا پارلمان او شورا په دې اړه خپل تصمیم ونیسي.