Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > پاکستاني رسنۍ: اسلام آباد خپل ځانګړی استازی له جدي پیغام سره کابل ته لېږي  

AgoNews: پاکستاني رسنۍ: اسلام آباد خپل ځانګړی استازی له جدي پیغام سره کابل ته لېږي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

پاکستاني رسنۍ: اسلام آباد خپل ځانګړی استازی له جدي پیغام سره کابل ته لېږي

منبع

تاند

تاریخ

9/16/2025 12:00 AM

شرح

 
 

په خیبرپښتونخوا کې د ۲۰ پاکستاني سرتېرو تر وژل کېدو وروسته، داسلام آاباد حکومت پرېکړه کړې چې خپل ځانګړی استازی کابل ته واستوي څو دپاکستاني طالبانو (ټي‌ ټي‌ پي) په تړاو داندېښنو او دوسله والو مخالفانو په اړه دخبرداري پیغام افغان چارواکو ته ورسوي.

دپاکستاني رسنیو دراپور له مخې، ټاکل شوې ده دافغانستان لپاره دپاکستان ځانګړی استازی محمد صادق، په راتلونکو ورځو کې کابل ته سفر وکړي او داسلام‌ آباد اندېښنې دطالبانو حکومت ته ورسوي. په راپورونو کې ویل شوي چې دوروستیو دوو ورځو په ترڅ کې لسګونه پاکستاني عسکر په خیبر پښتونخوا ایالت دټي‌ ټي‌ پي دجنګیالیو له خوا وژل شوي دي. له همدې امله داسلام‌ آباد حکومت پرېکړه کړې چې طالبانو ته خپل جدي دریځ څرګند کړي.

دپاکستان صدراعظم شهباز شریف، په تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی چې له وسله والو ډلو په تره بیا له ټي ټي پي دطالبانو دحکومت دوامداره ملاتړ یا مېلمه پالنه ددواړو هېوادونو په اړیکو کې جدي خنډ دی. هغه دپاکستان دپوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره یو ځای «بنو» ښار ته سفر وکړ، هلته یې دتروریزم ضد بېړنۍ غونډه وکړه او دوژل شویو عسکرو په جنازه کې یې ګډون وکړ. دپاکستان پوځ ویلي چې دسپتمبر له ۱۰مې تر ۱۳مې پورې په خیبر پښتونخوا ایالت کې ددوو ترهګر ضد عملیاتو پرمهال ۱۲ پاکستاني عسکر او ۳۵ وسله‌ وال وژل شوي دي.

شهباز شریف ټینګار وکړ چې د پاکستان دولت په کلکه دتروریزم پرضد مبارزې ته ژمن دی او ویې ویل: «دپاکستان دترهګریزو بریدونو طراحان دافغانستان له خاورې او دهند په ملاتړ فعالیت کوي.» هغه زیاته کړه: «موږ طالبانو ته په ډاګه ویلي چې باید داسلام ‌آباد او خوارجو ترمنځ یو انتخاب کړي.» په افغانستان کې دطالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته پاکستاني طالبان هم تشویق شوي چې دپاکستان پرضد بریدونه زیات کړي. دټي ټي پي جنګیالي د ۲۰۲۱ تر اګست مخکې د افغان طالبانو ترڅنګ دافغانستان دهماغه مهال دحکومت او بهرنیو پوځیانو خلاف جنګېدل خو په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته یې مخه دپاکستان پوځ ته اړولې ده.

پاکستان دطالبانو پر حکومت فشار راوړي چې دټي ټي پي په منځ کې له خپل هغه نفوذ څخه کار واخلي او دا ډله دې ته اړ باسي چې دپاکستان پوځ ته تسلیمه شي، خو ظاهراً دطالبانو حکومت نه دا توان لري او نه یې اراده لري.