دزلمي خلیلزاد څرګندونې دپاکستان او تحریک طالبان پاکستان (TTP) دشخړو په اړه.
دافغانستان دسولې لپاره دامریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دپاکستان دامنیتي ځواکونو او ددې هېواد دتحریک طالبان ترمنځ دروانو نښتو په تړاو ویلي چې اسلام آباد باید دپوځي لارې پر ځای دسیاسي تګلارې او خبرو اترو لاره خپله کړي. نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان هم کولای شي په دې بهیر کې مرسته وکړي. خلیلزاد په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي: «دپاکستان دامنیتي ځواکونو او ټي ټي پي ترمنځ جګړې دګڼ شمېر پوځیانو او ولسي خلکو دوژل کېدو سبب شوي دي. که دپاکستان واکمن نظام داسې فکر کوي چې ددې کړکېچ پوځي حل شته، نو دا یوه لویه تېروتنه ده. زه هېڅ دباور وړ پوځي ستراتیژي نه وینم.»
هغه زیاته کړې: «اوس هغه وخت دی چې پاکستان دپوځي چلند پرځای سیاسي تګلاره خپله کړي او خبرو ته داخل شي. مخکې له ۲۰۲۱ کال څخه، پاکستان تل دامریکا او دافغانستان حکومت ته سپارښتنه کوله چې له افغان طالبانو سره خبرې وکړي او سیاسي هوکړې ته ورسېږي. اوس هغه وخت رارسېدلی چې په خپله پاکستان هم همدې لور ته مخه کړي. » خلیلزاد ټینګار کړی چې افغانستان کولای شي دخپلې تجربې او رول له لارې په دې خبرو کې مرسته وکړي او دپاکستان دکړکېچ او تاوتریخوالي په کمېدو کې ونډه واخلي. دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې دروان کال دوږې په شپږمه، دپاکستان تر هوايي بریدونو یوه ورځ وروسته، پاکستاني طالبانو (TTP) هغه راپورونه رد کړل چې ګنې ددوی مرکزونه په افغانستان کې په نښه شوي. دې ډلې ټینګار کړی و چې ددوی مشر او غړي په خپله دپاکستان په خاوره کې دي.
دامریکا دبهرنیو چارو وزارت پخواني ویاند متیو میلر تېرکال په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و چې واشنګټن او اسلام آباد دهغو تروریستي ګواښونو پروړاندې ګډه همکاري کوي چې له افغانستانه پاکستان ته متوجه کېږي. دده په وینا، دغه همکاري داستخباراتي معلوماتو تبادله او همداراز په پوځي او غیرپوځي برخو کې سلا مشورې رانغاړي.