دراپورونو له مخې دآسټرالیا او ایرلنډ حکومتونو اعلان کړی چې دافغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره څه باندې ۱.۵ میلیون ډالر مرسته کوي.
آسټرالیایي رسنیو خبر ورکړی چې دغه هېواد دافغانستان په ختیځ کې د«سخت بشري بحران» پرمهال له دغه هېواد سره یو میلیون ډالر مرسته کوي. په راپور کې راغلي، دآسټرالیا دبهرنیو چارو وزیرې پني وانګ او دنړۍ والې پراختیا وزیر ان الي نن دافغانستان ختیځ کي دزلزلې له زیانمنو سره دمرستې او ملاتړ اعلان کړی دی.
یادو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي: «موږ ددې مرګونې زلزلې له قربانیانو، دهغوی له کورنیو او اسټرالیا کې له افغان ټولنې سره خپله خواخوږي څرګندوو.» ورته مهال، ایرلنډي رسنیو هم راپور ورکړی چې ددغه هېواد حکومت دافغانستان ختیځ کې له زلزلهځپلو سره ۵۰۰ زره یورو (چې ۵۸۲ زره امریکایي کېږي) مرسته کوي.
دراپور له مخې، دغه مرسته به دنړۍ وال سره صلیب او سرې میاشتې فدراسیون ته ورکړل شي څو له زلزلې ژوندي پاتې شوو ته بېړني خوراکي توکي، اوبه، روغتیایي خدمتونه او نورې بشري مرستې برابرې کړي. په راپور کې راغلي: «حکومت به دیکشنبې ورځې له ویجاړوونکې زلزلې وروسته په افغانستان کې دبشري مرستو رسولو هڅو دملاتړ لپاره ۵۰۰ زره یورو ولېږي.»
دیادونې ده، یو شمېر نورو هېوادونو هم له زلزله ځپلو سره مرستې اعلان کړې دي. یاده زلزله دیکشنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې وشوه چې دامریکا دجیولوجۍ ادارې یې شدت ۶ درجې ثبت کړی دی. دغې زلزلې تر ټولو ډېر زیان په کونړ کې اړولی خو دننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونه یې هم زیانمن کړي دي. داسلامي امارت دویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، دکونړ په زلزله کې تراوسه ۱۴۵۷ کسان شهیدان، ۳۳۹۴ ټپیان او ۶۷۸۲ کورونه ویجاړ شوي وو. ترټولو ډېر تلفات په کونړ کې ثبت شوي دي.