داوبو او انرژۍ وزارت وایي، پکتیا ولایت کې دڅه باندې ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت ددرېیو پروژو چارې بشپړې شوې او دڅه باندې ۴ میلیون افغانیو په لګښت ددوو نورو پروژو چارې پیل شوې دي.
دیاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په بشپړو شوو پروژو کې دپکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې دبېټکې چکډیم او ټرینجونو، دبرملایانو کارېز داوبو حوض، دشولګډ کاریز سربند او کانال جوړول شامل وو. سرچينې لیکلي چې پر یادو درېیو پروژو ۱۵ میلیونه او ۲۲۶ زره او ۸۲۰ افغانۍ لګښت راغلی او تېره ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دخبرپاڼې له مخې دپکتیا ولایت په څمکنیو او لجه منګل ولسواليو کې دپل بنګښ او ډوډې هایدرولوژي سټيشنونو دساتنې او مراقبت پروژې چارې د ۴ میلیونه او ۴۲۱ زره افغانیو په لګښت پیل شوې. داوبو او انرژي وزیر، ملا عبداللطیف منصور په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې ویلي، چې په راتلونکې کې به په هېواد کې د ۲۷ بندونو دجوړېدو چارې پیل شي.