دغه چارواکي ویلي، داسې ښکاري چې ټرمپ په تونده ژبه داوکراین اروپایي ملاتړو ته ویلي چې دوی باید پر روسیې او متحده یې چین ډېر مالي فشار واچوي چې کرملین داوکراین دجګړې پای ته ورسیدو ته چمتو شي. ټرمپ دغه خبرې پرون پنجشنبه پاریس کې داوکراین دجګړې په اړه داروپایي مشرانو یوې غونډې ته په ویډيو کانفرانس کې کړې دي.
راپور کې راغلي چې له اروپا دټرمپ یوه غوښتنه داوه چې باید دروسیې دتیلو پیرل ودروي، ځکه دتېلو پېر اوکراین کې دروسیې جګړه تمویلوي. روسیه په کال کې پر اروپایي ټولنې دتیلو دپلور له لارې یو اعشاریه اته میلیارده ډالره پیسې ترلاسه کوي.
اروپا د ۲۰۲۲ کال دفبروري په میاشت کې دروسیې له خوا پر اوکراین دبرید راهیسې هڅه کوي چې دانرژۍ دتمویل لپاره له روسیې څخه ځان خلاص کړي. اروپايي کمیسیون د ۲۰۲۸ کال دجنوري تر لومړۍ نیټې پورې له روسیې څخه دتیلو او ګازو وارداتو د بندولو لپاره قانون وړاندیز کړی دی. هنګري او سلواکیا، چې دواړه دکرملین سره نږدې اړیکې لرونکي ملتپال مشران اداره کوي داروپايي ټولنې له هڅو سره سره له روسیې څخه د انرژۍ محصولات واردوي.
دسپینې ماڼۍ دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون دپنجشنبې په ورځ وویل چې ۲۶ هیوادونو موافقه کړې چې داوکراین لپاره دجګړې وروسته امنیتي تضمینونو کې برخه واخلي، او ددې پلان لپاره دامریکا ملاتړ به په راتلونکو ورځو کې نهایی شي. مکرون وویل چې ۲۶ هیوادونو ژمنه کړې چې په اوکراین کې د"ډاډ ورکوونکي ځواک" په توګه سرتیري ځای پر ځای کړي، او دا ځواکونه به دجګړې په لومړۍ لیکه کې نه وي ځای پر ځای شوي مګر په هغو سیمو کې چې لا تراوسه پریکړه نه ده شوې.