Turn on more accessible mode
Skip to main content
Turn off more accessible mode
افغان جرمن آنلاین
Sign In
|
اخبار روز
This Site
This List
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
افغان جرمن آنلاین
>
اخبار روز
>
AgoNews
>
په کندهار کې دچرګوړو دتولید کارخونې زیاتې شوې
AgoNews
: په کندهار کې دچرګوړو دتولید کارخونې زیاتې شوې
عنوان
منبع
تاریخ
شرح
Attachments
Created at by
Last modified at by
عنوان خبر
په کندهار کې دچرګوړو دتولید کارخونې زیاتې شوې
منبع
کلید
تاریخ
9/5/2025 12:00 AM
شرح
دکندهار دصنایعو او کانونو خونې مسولین وایې، په دغه ولایت کې دچرګوړو دتولید کارخونې زیاتې شوې.
په کندهار کې دغوښو دچرګانو او چرګوړو دتولید کارخونې مسولین وایې، تردې مخکې چرګوړي له پاکستان او ایران هیوادونو څخه را وارد ېدل، چې فارم لرونکي او عام ښاریان یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي وه خو اوس په دغه ولایت کې دچرګانو دتولید دڅلورو کارخونو په جوړېدو سره په یاده برخه کې پر ځان بسیا شوي.
کندهار کې دوطن دانې په نوم دغوښو چرګانو دچیچانو تولیدې فابریکې مسؤل رفیع الله وایې، سویلي زون هرمیاشت شاوخوا ۵ میلیونه دغوښو چرګانو چیچانو ته اړتیا لري چې اوس مهال دمیاشتې تر یو نیم میلیون دچیچانو دتولید وړتیا لري او تر ډیره یې په بازار کې دغوښو اړتیا پوره کړې.
دنوموړې په خبره، دوی اوس دکندهار، هلمند، زابل او اروزګان ترڅنګ دهیواد ځینو شمالي او ختیځ ولایتونو ته هم د غوښو د چرګانو چیچیان استوي.
(موږ اوس مهال دمیاشتې تر یو نیم میلیون دچیچانو دتولید وړتیا لري چې دکندهار، هلمند، زابل او اروزګان تر څنګ دهیواد ځینو شمالي او ختیځ ولایتونو ته هم دغوښو دچرګانو چیچیان استوي.)
د
کندهار اوسېدونکي بیا وایې، دامهال دپسه او غوایي دغوښو ترڅنګ دچرګانو دغوښو قیمتونه هم لوړ شوي چې په خبره یې ددې ډول فابریکو تر چوړوېدو وروسته به یې قیمتونه راټیټ شي.
دوی وایې، چې مخکي له نورو بهرنیو هیوادونو څخه دچرګانو غوښې او چیچیان وارد کېدل، چې د روغتیا او کیفیت له اړخونو یې خلګ اندیښمن کړې وه.
دکندهار ښار دوه تنه اوسیدونکې عبدالمنان او عبدالمالک پدې اړه وایې.
(زیاتره وختونه به غوښې ګرانیدلې خو اوس الحمدالله ددغه کارخانې په جوړیدو سره دغوښو قیمتونه مناسب شې او دنورو هیوادونو دغوښو کیفیت هم نامعلومه وو اوس ددې کیفیت او قیمت دواړه مناسب دې.)
په ورته وخت کې دکندهار دصنعت او معدنونو خونې مسول سید سرور اماني وایې، دا مهال کندهار کې دغوښو دچرګانو دتولید په برخه کې څلور لویې او عصري فابریکې فعالیت کوي چې تر ډیره ېې دبهرنيو صادراتو مخه نیولې.
هغه وایې، هڅه کوي ترڅو دا ډول فابریکو ته په ګڼو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي او د
داخلي توکو په مقابل کې پر بهرنیو توکو دتعرفو په زیاتېدو سره دبهرني وارداتو مخنیوي وکړي.
(
اوس الحمدالله په کندهار کې دغوښو دچرګانو یا دچیچانو دتولید په برخه کې څلور لویې او عصري فابریکې فعالیت کوي چې تر ډیره ېې د
بهرنيو صادراتو مخه نیولې.
دیادونې ده، چې تردې مخکې هیواد ته دچرګانو غوښه، خوراکه او هګۍ یې له نورو هیوادونو څخه وارد کېدل، خو اوس ددغه داخلي فابریکو په جوړېدو سره تر ډیره په کورني بازارنو کې دغوښو، هګیو او چرګانو دخوراکې نرخونو او کیفیت ترمنځ تعدل ساتل شوی.