دآلمان صدراعظم، اوربند ته دپوتین دمنلو او له اوکراین سره سولې ته دهغه دمجبورولو له پاره یوه لار ویني: دروسیې دجنگي اقتصاد دویجاړولو له پاره دتدابیرو وضع کول. دمیرڅ په باور دپوتین په وړاندې نرمښت "بې ځایه" دی.
دآلمان صدراعظم فریدریش میرڅ، داوکراین په جگړه کې دخپلو اقداماتو له امله د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین سخت انتقاد وکړ. نوموړي آلمان د"زات.۱" په نوم خصوصي ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل: «پوتین یو جنگي جنایتکار دی. هغه ښايي زموږ دوخت تر ټولو ستر جنگي جنایتکار وي چې اوس یې په پراخه کچه شاهد یو.»
میرڅ همدارنگه زیاته کړه: «موږ باید په دقیق ډول پوه سو چې څرنگه له جنگي جنایتکارانو سره چلند وسي. دلته دنرمښت ښودل بې ځایه دي.» فریدریش میرڅ مخکې له دې هم روسیه د"سختو جنگي جنایتونو" په کولو او "ملکي کسانو په ترور کولو" تورنه کړې وه، خو دا چې هغه په خپله پوتین "ښايي داوسني وخت تر ټولو ستر جنگي جنایتکار ونوموي" یوه تازه خبره ده.
دآلمان صدراعظم دخپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل: «زه هیڅ دلیل نه لرم چې په هیڅ برخه کې پر پوتین باندې باور وکړم.» میرڅ زیاته کړه، دروسیې ولسمشر په اوس وخت کې هیڅ ډول دلیل نه ویني چې له اوکراین سره دسولې توافق ته لا څه، حتی اوربند ته هم نیژدې سي. هغه وویل: «دلیل باید موږ رامنځته کړو. له پوځي اړخه ښايي ستونزمن وي، خو داقتصادي پلوه ممکن دي.»
دآلمان دصدراعظم په باور، باید داسې یو کار وسي چې روسیه نور دخپل جنگي اقتصاد دساتلو وس ونه لري. هغه وویل:«زه په دې اړه له یوې اقتصادي ویجاړۍ څخه خبره کوم چې موږ به یې په رامنځته کولو کې مرسته وکړو.» میرڅ څرگنده کړه، دا د مثال په ډول، پر هغو کسانو باندې د تعرفو په لگولو سره ترلاسه کیدای سي چې له روسیې سره تجارت ته دوام ورکوي.