Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > خلیلزاد: زلزله ځپلو سیمو ته دښځینه ډاکترانو لېږلو خوښ کړم  

AgoNews: خلیلزاد: زلزله ځپلو سیمو ته دښځینه ډاکترانو لېږلو خوښ کړم

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

خلیلزاد: زلزله ځپلو سیمو ته دښځینه ډاکترانو لېږلو خوښ کړم

منبع

تاند

تاریخ

9/6/2025 12:00 AM

شرح

 
 
 
 
 

دافغانستان دسولې لپاره دامریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه دکونړ زلزله ځپلو سیمو ته دښځینه ډاکترانو پر لېږد خوښي ښودلې.

نوموړي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دا یوه ښه خبره دی، چې (طالبانو) دکونړ ولایت زلزله ځپلو سیمو ته ښځینه ډاکټرانې لېږلې دي. نوموړي زیاته کړې. دا معلومه ده، چې که دپوهنتونونو دروازې دښځینه طبي زده ‌کړیالانو پرمخ تړلې نه‌ وای، دښځینه ډاکټرانو کمښت به نه احساسېده. زلمي خلیلزاد ویلي، اوس هم مناسب او دستاینې وړ وخت دی، چې دطالبانو مشر دا پالیسي بدله کړي او دنجونو او ښځو لپاره دلېسو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي.

کونړ کې دښځینه خبریالانو دمرستو اوهلته د ټپي زلزله ځپلو ښځو او ماشومانو ددرملنې کیسه په خواله رسنیو کې هم ډېر ستایل شوی اوخلکو ورته ډول ډول غبرګونونه ښودلي دي. ځينو اوسني حاکم نظام ته دپېغور په ډول لیکلي، چې که مو پوهنتونونه او ښوونیزې دروازې دښځو او نجونو پرمخ نه وای تړلی نو دښځینه ډاکترانو او مرستندویانو کمی به نه احساسېده، ځینو بیا دا ډاکترانې دافغانې اتلانې په نوم یادې کړي او ددوی دکار ستاینه یې کړې ده.

کونړ کې دوروستۍ زلزلې له امله شاوخوا ۶ زره کسانو ته چې ماشومان، مېرمنې او سپین ږیري هم په کې شاملې دي مړه او ټپیان شوي دي. دښځینه ډاکترانو دتګ او خدماتو مسله په افغانستان کې اوس ځکه عجیبه ښکاري او تل دخبرونو سرټکي ګرځې چې تر ۴ کالو ډېره موده کېږي طالبانو دښځو پرمخ دزده کړو او کار دروازې تړلې دي او لایې هم دخلاصون څرک نه لیدل کېږي.