په څلورو الوتکو کې بار دې مرسته کې خوراکتوکي، دارو درمل، سرپناه وسایل او دوه ساحوي روغتونونه او نور اړین توکي شامل دي. دا مرسته دقطر پراختیايي صندوق دنږدې ۱۱ زره کسانو لپاره لېږلې ده.
دقطر دپلاوي مشري یوې مېرمنې کوله، که څه هم دبهرنیو چارو وزارت، وسلوالو ځواکونو، دکورني امنیت او نورو ادارو چارواکو یې هم ګډون درلود. طالبان چې پر افغان نجونو او ښځو یې زدکړې هم بندې کړې، له بهرنیو مېرمنو سره، هغه که دمسوولیت یا سیاحت لپاره راغلې وي، خبرې او لیدل ناروا نه بولي.
دقطر له پرونۍ مرستې څو ګړۍ مخکې د ترکیې پر مرستو بار الوتکه هم جلال آباد ته رسېدلې او وړمه ورځ هند هم خپله ۲۱ ټنه مرسته په الوتکو کې تر کابل ورسوله. بریتانیا، اروپايي ټولنې، جاپان، چین او نورو هېوادونو هم دنغدې مرستې ژمنه کړې، خو ور سره دا اندېښنه هم شته چې دا مرسته به تر مسحقو کسانو رسېږي او که نه.