Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > کونړ کې دزلزلې له امله دمرګ ژوبلې شمېره نږدې ۶ زرو ته لوړه شوه  

AgoNews: کونړ کې دزلزلې له امله دمرګ ژوبلې شمېره نږدې ۶ زرو ته لوړه شوه

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

کونړ کې دزلزلې له امله دمرګ ژوبلې شمېره نږدې ۶ زرو ته لوړه شوه

منبع

تاند

تاریخ

9/5/2025 12:00 AM

شرح

 
 
 
 
 

دطالبانو دحکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، نورګل ولسوالۍ مزار دره، څوکۍ ولسوالۍ ډېوه ګل درې، چپې درې او ماڼوګي ولسوالۍ په زلزله ځپلو سیمو کې سلګونه نور جسدونه له خاورو راویستل شوي چې له امله یې دمرګ ژوبلې شمېره نوره هم لوړه شوه.

فطرت وايي، دغه جسدونه دژغورونکو او پلټونکو ډلو له لوري ویستل شوي دي. دنوموړی په خبره دې سره دمړو شمیر ۲۲۰۵ او دزخمیانو ۳۶۴۰ کسانو ته پورته شو.

فطرت دا هم ویلي، په یادو سیمو کې دژغورنې او پلټنې عملیات لاهم دوام لري. هغه وایي، په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته خیمې درول شوې او بېړنۍ مرستې په منظم ډول دوام لري. دمرګ ژوبلې ارقام لا هم وروستي نه دي او دلتون او ژغورنې عملیات دوام لري.