Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > یوناما: له ایرانه دافغان کډوالو جبري ایستلو افغانستان له نوي بېړني حالت سره مخ کړی  

AgoNews: یوناما: له ایرانه دافغان کډوالو جبري ایستلو افغانستان له نوي بېړني حالت سره مخ کړی

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

یوناما: له ایرانه دافغان کډوالو جبري ایستلو افغانستان له نوي بېړني حالت سره مخ کړی

منبع

د آزادی رادیو

تاریخ

9/5/2025 12:00 AM

شرح

 
 
 
 

په داسې حال کې چې له ایرانه دافغان کډوالو دجبري ستنولو لړۍ په تېزۍ روانه ده، په افغانستان کې دملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي، دغه هېواد له دې امله له یو نوي بېړني حالت سره مخ کېدونکی دی.

یوناما په خپله فیسبوک پاڼه په یو بیان کې، چې پرون دجولای په ۲۲مه خپور شوی، ویلي هره ورځ زرګونه افغان کډوال له ایرانه تر ایستلو وروسته افغانستان ته راستنېږي. په بیان کې دا هم راغلي، که څه هم مرستندویه ادارې هڅه کوي چې د راستنېدنې دا وضعیت مدیریت کړي او دې کورنیو سره مرستې وکړي، خو دیوناما په خبره لا ډېرې بودجې ته اړتیا ده. بیان زیاتوي، په ځانګړي ډول هغو سیمو کې چې بېرته راستنېدونکي هلته مېشتېږي، ټولنه کې به یې بیا ادغام له سترو ننګونو سره مخ وي. دا په داسې حال کې ده چې ایران په وروستیو کې له دې هېواده د افغان کډوالو د ډله‌ییزې ایستنې جدي لړۍ پیل کړې ده.

دطالبانو حکومت ویلي، په تېره یوه میاشت کې یوازې د هرات د اسلام‌قلعه له لارې له ایرانه څه د پاسه ۷۱۱ زره افغان کډوال راستانه شوي دي. دطالبانو تر واک لاندې باختر اژانس، د سې شنبې په ورځ د سرطان په ۳۱مه، په خپله ویب‌پاڼه د کډوالو چارو ته د طالبانو حکومت د رسېدنې او عامه پوهاوي د کمېټې د مسئول احمدالله متقي له قوله ویلي، چې په یو راپور کې یې څرګنده کړې: په دې کې ۲۹۳ زره یې په خپله خوښه او پاتې ۴۱۷ زره نور یې په جبري ډول ایستل شوي دي. که څه هم نوموړي ادعا کړې، چې راستنو شویو سره د نغدي مرستې ترڅنګ د لنډمهالې سرپناه، ترانسپورت او د روغتیايي خدمتونو مرسته شوې ده، خو یو شمېر تازه راستانه شوي کسان وايي، نه یوازې دا چې مرسته ورسره نه ده شوې، بلکې د سرپناه او د کار د نه‌لرلو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

دختیځ کونړ اوسېدونکی رحمان‌الله، چې نږدې یوه اونۍ مخکې له خپلې څلور کسیزې کورنۍ سره یو ځای له ایرانه راستون شوی او اوس له خپلوانو سره په کور کې اوسي، ازادي راډیو ته یې وویل: "له کله چې راغلي یو، هېڅ ډول مرسته له موږ سره نه ده شوې، ستونزې زیاتې لرو، د سرپناه د نه‌شتون ستونزه تر ټولو لویه ده، بې‌کارۍ اندېښمن کړي یو، د نجونو په وړاندې ښوونځي تړلي دي چې دا زموږ د اولادونو راتلونکې ګواښي، روغتیايي اسانتیاوو ته لاس‌رسی نه لرو او له ګڼو ستونزو سره مخ یو."

ددایکندي ولایت اصلي اوسېدونکی او له ایرانه تازه ایستل شوی یو افغان، چې له خپلې پنځه کسیزې کورنۍ سره دا مهال په اسلام‌قلعه کې د کډوالو په کمپ کې دی، ورته شکایت لري. نوموړي، چې نه‌غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "ستونزې ډېرې زیاتې دي، د ویلو لپاره یې مرجع هم نشته، اصلاً موږ د راتلونکي لپاره هېڅ نه پوهېږو چې له کومه یې راپیل کړو، بې‌کاري زیاته ده، په خپل ولایت کې مو خپل کور نشته، د کرایې توان نه‌لرو او په وروستیو کې د کورونو کرایې هم ډېرې لوړې شوي دي."

له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایرانه، د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ په داسې حال کې زور اخیستی، چې افغانستان له وړاندې له سختې بې‌وزلۍ سره مخ دی، او د کډوالو د ستنېدو نوې څپې په دې هېواد فشارونه لاپسې زیات کړي دي. دروانې جولای میاشتې په ۲۱مه، د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون په یو راپور کې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې په وروستیو کې له ۲ اعشاریه ۶ میلیونو ډېر خلک، له هېڅ ډول اسانتیاوو، سرپناه، دندو او د خوندیتوب له امکاناتو پرته، افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه فدراسیون ویلي و، چې هره ورځ د کډوالو د زیاتېدونکې ستنېدنې له امله، پر دوی او ملګرو بنسټونو یې فشارونه زیاتېږي او ټینګار یې کړی، چې د دې ژوند ژغورونکي کار د دوام لپاره بیړني نړیوال ملاتړ ته اړتیا ده. له دې وړاندې، د جولای په ۱۸مه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړو راپور ورکونکو په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې، یوازې نېږدې ۲ میلیونه افغانان په اجباري ډول له ایران او پاکستان افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.