Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > فوزیه خان په پاکستان کې مېشته افغانه هلته څه ډول له افغانانو سره مرسته کوي؟  

AgoNews: فوزیه خان په پاکستان کې مېشته افغانه هلته څه ډول له افغانانو سره مرسته کوي؟

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

فوزیه خان په پاکستان کې مېشته افغانه هلته څه ډول له افغانانو سره مرسته کوي؟

منبع

د آزادی رادیو

تاریخ

9/5/2025 12:00 AM

شرح

 
 
 
 
 

"فوزیه خان هغه افغانه چې پاکستان کې زېږدلې، یو پاکستاني سره یې واده کړی، اوس دهغه هیواد اسناد لري او وايي، په بېلابیلو برخو کې دافغانانو لاس نیوی کوي. دا وايي، که چاسره روغتون ته تللې، که دچا دویزې ستونزده یې ورهواره کړې او یا هم دنیول شویو دخلاصون لپاره تر زندانه تللې، دا ټولې چارې یې وړیا ترسه کړي دي. هغو افغانانو ته ور روانه یم چې کډې یې روانې دي، چې سبا سهار یې په پوله کې پر ستونزو وغږېږو."

دپاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې کې میشه افغان رضا کاره میرمن فوزیه خان مو اوریده، چې په "فوزیه خانم" مشهوره ده. دا چې اوس ۳۸ کلنه ده دافغانستان دلوګر ولایت اصلي اوسېدونکې ده، کورنۍ یې ډېره پخوا پاکستان ته کډواله شوې او دا په کډوالۍ کې زېږېدلې ده، یو پاکستاني سره یې واده کړی، اوس دهغه هیواد اسناد لري او وايي، په بېلابیلو برخو کې دافغانانو لاس نیوی کوي. فوزیه خان شنبه داګست ۱۶ مه ماښام مهال آزادي راډیو ته وویل: "زه همدا اوس چې د پاکستان پر وخت دشپې اته نیمې بجې دي، دپېښور پر لور په سفر یم، هغو افغانانو ته ور روانه یم چې کډې یې روانې دي چې سبا سهار یې په پوله کې پر ستونزو وغږېږو، هلته دکمپونو څار وکړو چې دښځو لپاره داسانتیاوو، پاکو او محرم تشنابونو یا نورو اړتیاوو چاپېریال فضا برابره کړو، دپاکو اوبو زمینه ورته برابره کړو، هر ډول ممکن مرستې ورته برابرې کړم."

فوزیه خان که څه هم تر اووم ټولګي پورې زده کړې کړي خو وايي، دژباړې په برخه کې، دویزو اخیستلو برخه کې او ان په حقوقي برخو کې یې دیو شمیر افغان کډوالو ستونزې هوارې کړې دي: "ماته په هر برخه کې دستونزو لپاره افغانان مراجعه کوي، لکه څرنګه چې افغانستان کې روغتیایي برخه کې ډېرې ستونزې دي، دپاکستان هرې برخې ته ډېر ناروغان راځي نو زه ورسره همکاري کوم، هغه خلک هم ډېر راته مراجعه کوي چې دویزو یا پاسپورت ستونزو سره مخ وي"

فوزیه خان وايي، دهغو افغانانو لاس نیوی یې هم کړی، چې دکورنۍ غړي یې نیول شوي او دمدافع وکیل دنیولو وس نه لري: "ډېر دردونکې قضیئ راته راځي لکه ډېری افغانان چې دلته بندیان دي، خپلو کورنیو سره اړیکې نه لري یا دمدافع وکیلانو دنیولو وسې ونه لري یا هغه افغانان چې دلته راغلي او کار او بار نه لري ان دخوراک څه نه لري، زه ورسره همکاري کوم.” فوزیه خان دا څرګندونې داسې مهال کوي چې پاکستان ته دطالبانو له بیاځلي واکمنېدو ورسته ډېری تللي افغانان دویزو ستونزه لري، دا چې په افغانستان کې روغتیايي سکتور له ستونزو سره مخ دی او په اړه یې ان نړیوال راپورونه موجود دي، ډیری افغان ناروغان د درملنې لپاره پاکستان ته هم ځي چې ددغه هیواد په رسمي ژبه اردو نه پوهېږي.

په ورته وخت کې پاکستان په دې ورستیو کلونو کې دافغان کډوال ایستل هم زیات کړي او اوس یې د"پي او ار" کارتونو درلودونکو افغان کډوالو ته هم وخت ورکړی چې داګست تر ورستۍ نېتې له دغه هیواده ووځي. دملګرو ملتونو دکډوالو دعالي کمیشنرۍ دمعلوماتو له مخې، سږ کال له ۲.۱ ملیونو ډیر افغانان، له دې شمیر ۳۵۲ زره له پاکستان، افغانستان ته ستانه شوي یا بېرته ستنولو ته اړ ایستل شوي دي. فوزیه خان له دې سره چې دپاکستان له حکومته غواړي چې دافغانانو په ځانګړې ډول له خطر سره مخ کسانو، شدیدو ناروغانو، ښځو، زده کوونکو او محصلو نجونو ایستل ودروي، له شتمنو او بهر میشو افغانان هم غواړي چې دبېرته ستنېدونکو لاس نیوی وکړي: “خپلو هغو افغانانو نه چې خیر غوښتونکي دي او یا په اروپا کې اوسېږي غوښتنه مې دا ده چې دې افغانانو لپاره چې مرستو ته اړتیا لري موږ سره لاس یو کړئ، دوی چې ماشومان هم ورسره وي په سفر کې مرستو ته اړتیا لري، باید موږ ټول ورسره همکاري وکړو، که یې افغانستان کې لاسنیوی کولای شئ، ځینې داسې افغانان هم شته چې هلته کورونه او ځمکې نه لري، دوه درې نسلونه یې دلته دي، هدیرې یې دلته پاتې شوې، هغه خلک بېرته افغانستان ته روان دي، باید لاسنیوی یې وشي.”