دهېواد دبېلابېلو ولايتونو کروندګر له اسلامي امارت او نړيوالو سازمانونو څخه غوښتنه کوي چې داقليمي بدلون له اغيزو سره دمبارزې په هدف دوی ته دکرنې په برخه کې نوي ميتودونه ور وښيې او نوي سيسټمونه دې ور معرفي کړي.
دکرنې دبرخې مبصرين ددو دیز اوبه خور پر ځای د اوبو لګولو دنويو ميتودونو کارونه مهمه بولي او وايي چې له نويو ميتودونو څخه استفاده په اوسنيو شرايطو کې داوبو له سپما سره هم مرسته کولای شي.
رحیم خان شیدا په هېواد کې اوبه خور يوه بله هغه ستونزه ده چې لا هم ډيری بزګران ورڅخه کړېږي
د اقليمي بدلون، پرلپسې وچکالۍ او د اوبو لګونې په برخه کې له دوديزو طريقو څخه استفاده کول هغه لاملونه دي چې ډير بزګران يې په افغانستان کې له ستونزو سره مخ کړي دي.
دهېواد اکثريت ولايتونو کې بزګران وايي چې اوبه تر پخوا ډيرې کمې شوې دي د اوبو لګونې په برخه کې له پخوانۍ طريقې څخه د استفادې کولو له کبله نه يوازي د دوی حاصلات کم شوي، بلکي راتلونکي ته ممکن د دوی کرنيزو ځمکو ته هم زيات زيان ورسوي.
د کندوز ولايت اوسېدونکی نياز محمد د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت او نړيوالو سازمانونو څخه په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي. ”موږ پر خپله ځمکه غنم کرو، زموږ اساسي ستونزه د اوبو نشتوالی دی، د کرنې برخې اوس ډير پرمختګ کړی دی، خو موږ د کرنې د برخې له نويو ميتودونو سره بلد نه يوو چې استفاده ورڅخه وکړو، که اوبه وي، زموږ حاصلات به ډيره ښه نتيجه ورکړي.”
خو اوس پوښتنه داده چې د اوبو لګونې په برخه کې نوی سيسټم او ميتودونه څه دي او له کروندګرو سره څه مرسته کولای شي؟
دچاپيريال ساتنې د برخې مبصر همت الله شيرزی په دې اړه دغه پوۍتنه داسې ځابوي. ”قطره يي سيسټم څخه استفاده، تر ځمکې لاندي اوبو څخه ګټه اخېستنه، د اوبو له ټانکونو څخه استفاده او له لمريزو پمپونو څخه ګټه اخېستنه، د اوبو لګونې نوي سيسټم کې شاملېږيدا سيسټم له يوې خوا څخه کم مصرفه دی او له بلې خوا څخه د هېواد کرنې ته ډير ګټور دی، هيله ده چې حکومت او نړيوال سازمانونه په دې برخه کې له بزګرانو سره مرسته وکړي، تر څو بزګران وکولای شي چې خپل کښتونه قطره سيسټم ته ورته نورو ميتدونو څخه په استفادې کولو اوبه کړي، د دويزو اوبه خور پر ځای د اوبو لګونې برخه کې له نوي سيسټم څخه ګټه اخېستنه د افغانستان حياتي اړتيا ده.”
بلخوا بيا دکرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له اقليمي بدلون او وچکالۍ سره د مبارزې برخه په کې د اوبو لګونې له نوي سيسټم څخه کار اخېستل اغيزناکه کړنه بولې او ددغه سيسټم پر دودولو ټينګار کوي. ددغه وزارت وياند مولوي غلام محمد کاظم وايي دوی هڅه کوي چې د اوبو لګونې له نويو ميتودونو څخه د کار اخېستلو په وسيله، د اوبو سرچينې مديريت کړي او د اوبو سپما ته زمينه مساعده کړي. «دافغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت هڅه کوي چې د اوبو لګونې برخه کې له نوي سيسټم څخه کار اخېستنه رواج کړي، په دې برخه کې دهېواد د کرنې د برخې پرمختيايي وجهي صندوق هڅه کوي چې د کرنې سکټور او بزګرانو ته مالي خدمات وړاندي کړي، د اوبو د مديريت او د اقليمي بدلون د اغيزو د کمولو برخه کې له نويو ميتدونو څخه ګټه اخېستنه يو اغيزناکه ګام دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان اعلان کړی چې افغانستان کې د يو ميليون کروندګرو او مالدارانو د ژغورنې لپاره ۳۴.۵ ميليونه ډالرو بيړنۍ مرستې ته اړتيا ده.
دغه سازمان ويلي چې د افغانستان نيمايي خاوره د کرنې د برخې له بحران سره مخ ده او په دغه هېواد کې ډير څړځايونه او کښتونه له منځه تللي او د اوبو کچه هم ډيره ټیټه شوې ده.