Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > هرات کې دپالونیا نیالګیو پالنې او اېښودو ته دکروندګرو لېوالتیا مخ په ډېرېدو ده  

AgoNews: هرات کې دپالونیا نیالګیو پالنې او اېښودو ته دکروندګرو لېوالتیا مخ په ډېرېدو ده

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

هرات کې دپالونیا نیالګیو پالنې او اېښودو ته دکروندګرو لېوالتیا مخ په ډېرېدو ده

منبع

پژواک

تاریخ

8/10/2025 12:00 AM

شرح

 

دهرات دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې دپالونیا نیالګیو پالنې او اېښودو ته دکروندګرو لېوالتیا ورځ تر بلې په ډېرېدو ده.

دهرات دکرنې ریاست دترویج مدیر بشیراحمد احمدي دیاد مطلب څرګندولو ترڅنګ وویل چې یادې ونې دچټکې ودې، بېلابېلو اقلیمي شرایطو پر وړاندې دمقاومت او دلرګیو په صنعت کې دپراخې کارونې له امله دکروندګرو او پانګه‌والو دپام وړ ګرځېدلې دي. دهغه په وینا، چټکه وده، دباکیفیته لرګیو تولید او دهرات مناسب اقلیمي شرایط ددې لامل شوي چې خلک دپالونیا نیالګیو پالنې او اېښودو ته مخه کړي.

دهرات یو شمېر بڼوال او ځمکوال هم وايي چې دپالونیا ونه داقتصادي ګټې ترڅنګ دچاپېریال دښېرازۍ او دهوا ککړتیا مخنیوي برخه کې هم اغېزناک رول لري. هغوی زیاتوي چې دیادې ونې دپلور بازار په کور دننه او بهر مناسب دی او دعاید ترلاسه کېدو پر دوامداره سرچینې بدلېدلای شي. هرات کې یو کروندګر فضل‌احمد چې د پالونیا نیالګیو د روزنې برخه کې یې پنځه میلیونه افغانۍ پانګونه کړې وايي: «دحکومت دملاتړ په صورت کې کولای شو دوارداتي لرګیو له اړخه د هرات اړتیا پوره کړو.»

دیادولو ده، د پالونیا ونې دپلنو پاڼو په درلودو او چټکې ودې سره داکسېجن دتولید لوړ ظرفیت لري او ددرېیو کلونو په موده کې ۱۵ متره یا تر دې ډېرې لوړې شي. پالونیا ونې چې په دې وروستیو کې په هرات کې ترویج شوې، له دې امله چې ډېرې ګټې لري، دکروندګرو پام ور اوښتی دی.