Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > پاکستان له طالبانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې دسفیر کچې ته لوړې کړې  

AgoNews: پاکستان له طالبانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې دسفیر کچې ته لوړې کړې

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

پاکستان له طالبانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې دسفیر کچې ته لوړې کړې

منبع

تاند

تاریخ

8/10/2025 12:00 AM

شرح

 

دپاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، پاکستان له طالبانو سره په رسمي ډول ډیپلوماټیکې اړیکې دسفیر کچې ته لوړې کړې.

دپاکستان بهرنیو چارو وزارت دغه اقدام دکابل او اسلام اباد ترمنځ ددوه اړخیزو اړیکو عادي کولو برخه کې مهم بللی. پاکستاني اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې پرون شنبه دپاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان له قوله ویلي، ددواړو هېوادو شارژدافیرانو ددوه اړخیزې هوکړې له مخې دسفیر مقام ته ارتقا وکړه.

دمعمول په څېر سفیران باید خپل باور لیک دکوربه هېواد ولسمشر ته وړاندې کړي، خو دپاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، داسې تشریفاتو ته اړتیا نشته. دنظر خاوندان بیا دا اقدام داړیکو دغوره پرمخ وړلو لپاره ګټور بولي خو باور نه لري، چې پاکستان دې طالبانو او افغانانو ته په درنه سترګه وګوري. دوی وایي پاکستان تل له افغانستان سره غولوونکی چلند کړی او خپلې ژمنې یې ماتې کړي دي.

کارپوهان وایي هیله لري چې پاکستان به راتلونکي کې په ځانګړي ډول دکډوالو او سرحدي کرښو نه دفشار په ډول کار نه اخلي او دکډوالو دایستلو تازه پرېکړه به هم دانساني او اسلامي اصولو له مخې عملي کړي.