دکډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) له نړیوالې ټولنې غوښتې دي چې افغانستان ته دستنیدونکو کډوالو لپاره بیړنۍ بودیجه اختصاص کړي.
(ای او ایم) په یوه بیان کې چې دجمعې په ورځ خپور شو، وویل، افغانستان دکډوالو دراستنیدنې له یوې لویې څپې سره مخامخ دی که بیړنۍ مرستې له دې خلکو سره ونه شي، ممکن شته سیستمونه له منځه ولاړ شي چې دا چاره بیا په میلیونونو کسان له جدي ګواښ سره مخامخولی شي.
د(ای او ایم) په وینا ددوه زره درویشتم کال دسپتمبر له میاشتې تراوسه له پاکستان او ایران څخه تر څلور میلیونه ډیر افغانان خپل هیواد ته ستانه شوې دي چې له دې ډلې یوازې په دوه زره پنځه ویشتم کې تردې دمه تریو نیم میلیونه ډیر کډوال افغانستان ته ستنیدلې دي.