څه دپاسه زر کورنۍ دجمعې په ورځ له ایران او پاکستان افغانستان ته ستنې شوي دي.
دطالبانو دحکومت تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري آژانس رپوټ ورکوي چې یو زر او ۱۱۴ کورنۍ او په دوی کې ۲۰۲ کورنۍ دننګرهار دتورخم، ۹۲ کورنۍ دکندهار دسپین بولدک، ۱۱۰ کورنۍ دنیمروز دابریشم پل او ۷۱۰ کورنۍ دهرات داسلام کلا له لارې هیواد ته ستنې شوي دي.
خبر زیاتوي چې دغو کورنیو دطالبانو دحکومت لخوا مرسته ترلاسه کړې ده. بلخوا په افغانستان کې دملګرو ملتونو دبشري استوګنې پروګرام (یو ان - هبیتات) وايی، په ټولنه کې دراستنیدونکو دادغام موفقیت دمحلی بنسټونو په مټ هراړخیزو او منظمو هلوځلو ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو ویلي خصوصا له ایرانه افغانستان ته دګڼ شمیر افغانانو ستنول افغانستان له یو نوی بیړني حالت سره مخ کوي.