Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > دخلیج ۶ عربي هیوادونه داروپا دشینګن په شان ګډه وېزه پیلوي  

AgoNews: دخلیج ۶ عربي هیوادونه داروپا دشینګن په شان ګډه وېزه پیلوي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

دخلیج ۶ عربي هیوادونه داروپا دشینګن په شان ګډه وېزه پیلوي

منبع

تاند

تاریخ

7/28/2025 12:00 AM

شرح

 
 

                                             دخلیج عربي هېوادونو ته دسفر لپاره دیوه نوي ډول سیاحتي ویزې صدور به ډېر ژر دا سفرونه اسانه کړي.

دعربي خلیج دهمکارۍ شورا (GCC) دګډې ویزې طرحه په ۲۰۲۳ کال کې تصویب شوې وه. دا ویزه به ګرځندویانو ته دا اسانتیا برابره کړي چې بحرین، کوېت، عمان، قطر، سعودي عربستان، او دمتحده عربي اماراتو ترمنځ په آزاده توګه سفر وکړي. ددې نوې ویزې هدف دا دی چې دخلیج دهمکاریو شورا غړو هېوادونو ته دګرځندوی سفرونه اسانه او منظم کړي. برسېره پر دې، دا ګډه ویزه به ګرځندویانو ته دا فرصت ورکړي چې په یوه سفر کې څو هېوادونه وګوري.

اوس‌ مهال، سیلانیان اړ دي چې دهر خلیجي هېواد لپاره جلا ویزه ترلاسه کړي، خو ددې نوې ویزې له تطبیق سره به دا ستونزه حل شي. ددې طرحې له پلي کېدو وروسته به، بهرني اتباع کولی شي چې دویزې دغوښتنلیک ورکولو پرمهال مشخصه کړي چې آیا یوازې دیوه هېواد لپاره ویزه غواړي، که دخلیج شورا ټولو غړو هېوادونو لپاره ګډه ویزه غواړي. تمه ده چې ددې ګډې ویزې داسانه کولو لپاره به یو ګډه انلاین سیستم هم جوړ شي، چې له لارې به یې دټولو اړوندو هېوادونو دویزو غوښتنلیکونه پروسس شي.

دخلیج شورا غړو هېوادونو دګډې ویزې شرط دا دی، چې دسفر موخه باید سیاحت یا دکورنۍ او دوستانو لیدنه وي، او داقامت موده هم باید لنډمهاله وي. تراوسه دا نه ده معلومه چې دا ویزه به دڅو ورځو لپاره اعتبار ولري، خو تمه کېږي چې داعتبار موده یې له ۳۰ تر ۹۰ ورځو پورې وي. همداراز، ددې ګډې ویزې دفیس اندازه هم تراوسه نه ده اعلان شوې.