Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > ملګري ملتونه وایي، افغان کډوالو لپاره د مالي مرستو هڅې ګړندۍ شوي  

AgoNews: ملګري ملتونه وایي، افغان کډوالو لپاره د مالي مرستو هڅې ګړندۍ شوي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

ملګري ملتونه وایي، افغان کډوالو لپاره د مالي مرستو هڅې ګړندۍ شوي

منبع

تاند

تاریخ

7/28/2025 12:00 AM

شرح

 
 

افغانستان لپاره دملګرو ملتونو دکډوالو کمېشنرۍ استازي عرفات جمال دطالبانو دکډوالو چارو له سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر سره لیدنه کې خبر ورکړی، چې ملګرو ملتونو دافغان کډوالو لپاره داړتیا وړ مالي سرچېنو دجلب په موخه هڅې ګړندۍ کړې دي.

عرفات جمال ویلي، ایراني چارواکو د افغان کډوالو په تړاو ددرې اړخیزې تخنیکي ناستې لپاره چمتووالی ښودلی او ژر به یاده ناسته کابل کې جوړه شي. دا درې اړخیزه ناسته دافغانستان، ایران او دیو این ایچ سي ار داستازو ترمنځ جوړیږي. نوموړي زیاته کړې، دغې تخنیکي ناسته کې به ایران کې دمېشتو افغان کډوالو پر ستونزو مفصل بحثونه وشي او مثبتې پایلې ته به ورسیږي. عرفات زیاته کړه چې نږدې وخت کې به قطر کې دافغانستان په ګډون له نړیوالو مرستندویه ادارو سره دمالي امکاناتو ترلاسه کولو لپاره د څو اړخیزې ناستې درابللو خبر هم ورکړی.

په ورته مهال دطالبانو دکډوالو وزیر هم د بېرته راستنېدونکو ستونزو ته درسېدنې په موخه درې اړخیزه ناسته مهمه یاده کړې او ویلي یې دي، چې دوی له وړاندې یادې ناستې ته چمتووالی نیولی دی. دا خبر داسې مهال خپرېږي، چې دطالبانو دکډوالو چارو دکمیسیون ویاند احمدالله وثیق وايي، چې یوازې په تېره میاشت کې له ایرانه له ۷۰۰ زرو څخه زیات افغان کډوال په زور را ایستل شوي دي.

نوموړی وایي، له افغان کډوالو سره دایراني پولیسو چلند اندېښمنوونکی دی، او ټینګار یې کړی چې دا بهیر باید د فغانستان له سرپرست حکومت سره په همغږۍ ترسره شي. وثیق له نړیوالو مرستندویو ادارو هم غوښتنه کړې، چې له افغانستان سره دې دراستانه شویو کډوالو دمرستې په برخه کې خپله ونډه زیاته کړي.