داسلامي نړۍ دهمغږۍ ټولنې یوه پلاوي کابل ته دخپل سفر په ترڅ کې له طالب چارواکو سره د"مسلمانانو لپاره پر ارزښتمنو" مسلو خبرې کړې دي.
دوی دا مسلې ددیني علماو ترمنځ متقابل تعامل، ددوی ترمنځ دعلمي بحثونو پیاوړتیا او دمسلمانانو ترمنځ دهمغږي زیاتول یاد کړي دي. ددغه پلاوي مشر محمد بن عدالکریم العیسی نن شنبه تر خپلو لیدو کتو وروسته دطالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په یوه ګډ ویډیویي پیغام کې ددې ډول لیدو کتو پر دوام ټینګار کړی دی.
په دغه څه باندې شپږ دقیقه یي ویډیویي پيغام کې که څه هم دنجونو دتعلیم مسلې ته اشاره نه ده شوې، خو وړاندې تردې داسلامي همکاریو سازمان یو پلاوي کابل ته دسفر پرمهال له طالبانو غوښتي چې دنجونو دتعلیم او تحصیل حق ورکړي. طالبانو واک ته له رسیدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته دنجونو ښونځي بندل کړ او وروسته یې دهغوی پر لوړو زده کړو هم بندیز ولګوه.