دافغانستان لپاره دملګروملتونو دمرستندوی ماموریت یوناما مرستیال مشر ایندریکا راټواټ وايي، افغانستان باید دانرژۍ دنوي پېر دپیل له غوښتنو سره یوځای شي او دفوسیلي انرژۍ له کارولو ډډه وکړي.
ښاغلي راټواټ په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون دملګروملتونو دافغانستان دڅانګې پر ایکس پاڼه خپور شو خبرداری ورکړی چې که په دې برخه کې اقدام ونه شي نو دافغانستان او سیمې دثبات او په ټوله نړۍ کې دبشري هڅو لپاره به ډېر ناوړه عواقب ولري.
دملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش له نړیوالو غوښتي دي چې دانرژۍ دلګښت نوی پېر پیل کړي. ښاغلي ګوتیریش دفوسیلي انرژۍ پرځای دنوي کېدو وړ انرژۍ دلګښت لپاره غږ کړی.
دیوناما مرستیال د م. م دسرمنشي دې څرګندونو ته داشارې په ترڅ کې وویل چې په افغانستان کې دچاپیریال بدلون کوم راروان ګواښ نه دی بلکې دا ناورین همدا اوس روان دی.