دایران ولسمشر مسعود پزشکیان افغانستان ته دسفر لپاره تیاري ښودلې.
ښاغلي پزشکیان همداراز له ایرانه دافغان کډوالو جبري ایستلو ته اشاره وکړه او ویې ویل، ده دکورنیو چارو وزیر ته لارښوونه کړې چې دا کار په ډېر دقت ترسره وکړي څو په افغانانو کې دایران په اړه منفي ذهنیت جوړ نه شي. پزشکیان وویل ایران له افغانستان سره داړیکو دپراختیا غوښتونکی دی او دلازمو تیاریو په صورت کې دی چمتو دی چې افغانستان ته سفر وکړي.
دطالبانو دحکومت چارواکو تراوسه دښاغلي پزشکیان ددې اعلان په اړه څه نه دي ویلي. ایران دطالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو په تېرو نژدې څلورو کلونو کې یې ډېر نژدې اړیکي ورسره پاللي دي.