Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > ملګري ملتونه: دنیول کېدو او شړلو وېره له پاکستانه دافغان کډوالو دستنېدو اصلي لامل دی  

AgoNews: ملګري ملتونه: دنیول کېدو او شړلو وېره له پاکستانه دافغان کډوالو دستنېدو اصلي لامل دی

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

ملګري ملتونه: دنیول کېدو او شړلو وېره له پاکستانه دافغان کډوالو دستنېدو اصلي لامل دی

منبع

د آزادی رادیو

تاریخ

7/28/2025 12:00 AM

شرح

 
 
 
 

دملګرو ملتونو دکډوالو عالي کمشنرۍ او دکډوالۍ نړیوال سازمان وايي، دنیول کېدو او شړلو وېره په تېرو دوو کلونو کې له پاکستان څخه افغانستان ته دافغانانو راستنېدو اصلي لامل دی.

یو این ایچ‌ سي‌ار او آۍ او‌ اېم په یوه ګډ راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر تر ۲۰۲۵ کال پورې له یوه میلیون څخه ډېر افغانان له دغه هېواده افغانستان ته راستانه شوي دي. دیوې شپږ کسیزې کورنۍ سرپرست، چې په پاکستان کې یې درې کاله ژوند کړی او اوس بېرته کابل ته ستون شوی، وايي: دپولیسو دفشارونو له امله اړ شو چې بېرته راستون شي. نوموړي دنوم دنه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "زه درې کاله په اسلام آباد کې وم، هلته ستونزې ډېرې زیاتې وې؛ دکور لګښتونه، کرایه او نور مصارف. ددې ترڅنګ دپولیسو آزار او اذیت، هره ورځ به راتلل او موږ به یې تنګول. واقعاً نور مایوسه شوم. دانتقال پروسه هم ډېره نهیلوونکې وه. وروسته مې د'جي ټي روډ' په نوم یوې سیمې ته کور یوړو، هلته هم دپولیسو له جنجاله خلاص نه شوم. مجبور شوم چې بېرته افغانستان ته راستون شم."

یوه مېرمن، چې دا هم له خپلې کورنۍ سره یو ځای دکډوالۍ دپروسې دبشپړېدو په موخه پاکستان ته تللې وه، او اوس دپولیسو دنیولو له وېرې بېرته افغانستان ته ستنه شوې، دنوم دنه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "اته میاشتې مې په پاکستان کې تېرې کړې. دپاکستان حکومت زموږ دویزو موده یوې میاشتې ته راکمه کړه، بیا هم مو وېزه تمدید کړه، خو اوس یې هماغه تمدید هم بند کړی دی. پولیس هره ورځ او شپه راتلل، کورونه به یې پلټل او خلک به یې نیول، حاجي کمپ ته به یې انتقالول. مجبور شوو بېرته افغانستان ته راشو."

په همدې حال کې، دکډوالو لپاره دملګرو ملتونو عالي کمشنري یو این ایچ‌ سي‌ ار او دکډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې ډېری افغانان له پاکستانه دنیول کېدو او شړلو له وېرې راستانه شوي دي. ددغو دواړو بنسټونو په ګډ راپور کې، چې پرون جمعه دجولای په ۲۵مه خپور شوی، راغلي: "په پاکستان کې دافغان کډوالو پروړاندې دفشار له زیاتوالي او دبېرته ستنولو دپلان ددویم پړاو له پیلېدو وروسته، له ۲۰۲۳ کال دسپټمبر راهیسې تر ۲۰۲۵ کال پورې، له ۱۱ لکه او ۴۵ زره څخه ډېر افغانان بېرته ستانه شوي دي."

په راپور کې راغلي چې له راستنېدونکو افغانانو څخه له ۸۵ سلنه ډېر یې بې اسناده وو. راپور زیاتوي چې دافغان کډوالو دراستنېدو کچه دروان کال په اپرېل کې اوج ته ورسېده او بیا په جولای کې یو څه کمه شوه. یادې ادارې وايي، په پاکستان کې د"پي‌او‌ار" کارت لرونکو قانوني حیثیت  پاکستان دحکومت له‌ خوا ددغه کارت دمودې دغځولو له پرېکړې سره تړاو لري. که څه هم دپاکستان دکورنیو چارو وزیر محسن نقوي مخکې ویلي وو چې دکارتونو اعتبار به ونه غځول شي، خو دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان دجمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې تراوسه کومه پرېکړه نه ده شوې.

یو شمېر د"پي‌ او‌ ار" کارت لرونکي، چې په پاکستان کې یې داستوګنې موده دجون په ۳۰مه پای ته رسېدلې، مخکې آزادي راډیو ته ویلي وو چې دنیول کېدو او شړلو له وېرې افغانستان ته راستانه شوي دي. دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو دکډوالو دعالي کمشنرۍ استازی عرفات جمال وايي چې دروان کال تر نیمایي پورې له ۳۰۰ زره څخه زیات افغانان له پاکستانه راستانه شوي دي. دپناه غوښتنې دحقونو دڅار ادارې دروانې جولای میاشتې په ۲۴مه په یوه بیان کې ویلي، په پاکستان کې زرګونه افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي. زیاتره له هغو کسانو څخه چې دبیا مېشتېدو وړتیا لري، دنیول کېدو او شړلو له ګواښ سره مخ دي، چې دا وضعیت یې هیلې له منځه وړي. یادې ادارې ټینګار کړی چې پاکستان باید دکډوالو حقونو ته درناوی ولري او له بې ‌ځایه شویو کورنیو سره باید له سخت او تبعیضي چلنده ډډه وکړي.