Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > تېرکال دافغانستانو له هوایي ډګرونو ۱۴ زره پروازونه شوي  

AgoNews: تېرکال دافغانستانو له هوایي ډګرونو ۱۴ زره پروازونه شوي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

تېرکال دافغانستانو له هوایي ډګرونو ۱۴ زره پروازونه شوي

منبع

تاند

تاریخ

7/27/2025 12:00 AM

شرح

 

دطالبانو ‏دترانسپورټ او هوایي چلند وزارت خبر ورکړی، چې تېرکال دهېواد له هوایي ډګرونو ۱۴زره پروازونه شوي دي. دیاد وزارت مسئولانو دطالبانو تر واک لاندې دادارو دلاسته راوړنو تشریح پروګرام کې ویلي، ترټولو ډېر پروازونه دکابل نړیوال هوایي ډګر  څخه شوي دي.

دې موده کې له کابل هوایي ډګر ۳۴۰۰ کورني او ۴زره ۲۶۵ پروازونه بهرنیو هېوادونو ته شوي. سرچینې زیاته کړې چې، یاد وزارت دکابل هوایي ډګر ترمینال پراختیا او نورو هوایي ډګرونو کې دپراختیایي پروژو پلي کولو ته ژمن دی.

طالبان وایي، ددوی له بیاواکمنېدو وروسته کابل هوایي ډګر کې څو مهمې پراختیایي پروژې پلي شوې، چې مساپرو ته یې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړې دي. ‏دطالبانو دترانسپورټ او هوايي چلند وزارت زیاته کړې، چې په تېر یوه کال کې له ۵۵ پلان شویو پروژو څخه ۳۴ یې وروستيو پړاونو ته رسېدلي، چې په پایله کې نږدې ۴زره کسانو ته پکې په مستقیم او غیرمستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شوي دي.

دیاد وزارت دمعلوماتو له مخې، دښاري ترانسپورت دمعیاري کېدو او دنویو تمځایونو او ترمینلونو دجوړېدو لپاره یوازې په کابل کې ۲۱ ځایونه ځانګړي شوي دي.