دامریکا حکومت دفرانسې دولسمشر ایمانویل مکرون هغه پریکړې په قوي الفاظو رد کړې ده چې ویلي یې دي پلان لري چې دفلسطین دولت په رسمیت وپېژني.
دامریکا دباندنیو چارو وزیر داکس پر پاڼې په غبرګون کې لیکلي دي چې "دامریکا متحده ایالات دایمانیول مکرون هغه پلان په کلکه ردوي چې پلان لري دملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې دفلسطین دولت په رسمیت و پېژني. دا غیرمسولانه پریکړه يواځي دحماس پروپاګند ته ګټه رسوي او دسولې خبرې پر شا بیايي. دا داکټوبر د ۷ مې نېټې دقربانیانو پر مخ څپېړه ده."
دفرانسې ولسمشر ایمانیول مکرون چې خپل دغه پریکړه یې پرون پر ټولنیزو رسینوو خپره کړه، یو لیک یې دفلسطین دادارې مشر محمود عباس ته لېږلی دی چې په کښي دفرانسې پریکړه تاییدوي چې پلان لري دفلسطین دولت په رسمیت و پېژني او دا چې نور متحدین به هم ورته اقدام ته وهڅوي. دامریکا دکانګرس غړو هم دفرانسې دوروستۍ پریکړې په هکله غبرګون څرګند کړی دی. دامریکا په سنا کې جمهوري غوښتونکي سناتور لیندزي ګراهام چې د ولسمشر ټرمپ نژدې متحد دی، پر ټولنیزو رسنیوو یې غبرګون څرګند کړی دی او ویلي یې دي چې دغه پریکړه به دحماس ترهګره ډله لازیاته وهڅوي. هغه داسې وویل: "دفرانسې دحکومت پریکړه چې غواړي فلسطین په رسمیت وپېژني یوه ګیچ کونکې او په بیلابیلو سطحو کې ځورونکې پریکړه ده. زه یقین لرم چې دا به حماس لازیات پیاوړی کړي او داوربند رامنځ ته کېدل به لازیات ستونزمن کړي."
جمهوري غوښتونکي سناتور ټام کاټن هم پر ټولنیزو رسنیوو غبرګون څرګند کړی دی او ویلي دي چې دا دترهګرو څخه دملاتړ یو شرمونکی عمل دی. هغه داسې وویل: ،،دا د ترهګرو یو شرمونکی تایید دی. ترټولو ښه لاره یې چې دغه شخړه پای ته ورسېږي دا ده چې داسراییلو ملاتړ وشي چې خپل پر حق ماموریت مخ ته یوسي چې دیرغمل شویو کسانو ازادول او دحماس ترهګرې ډل ماتې ده.،،
په عین حال کې داسرایلو لومړي وزیر بنجامین نیتانیاهو دفرانسې وروستۍ پریکړه په سختو الفاظور غندلې ده. هغه داسې ویلي: ،،مونږ دولسمشر مکرون پریکړه په کلکه غندو چې داکټوبر د ۷ مې نېټې دقتل عام په درشل کې دتلب ابیب څنګ ته غواړي دفلسطین دولت په رسمیت و پېژني. دغه راز اقدام ترهګرو ته ګټه رسوي او دایران دبلې نیابتي ډلې درامینځ ته کدیو دپاره لاره پرانیزي لکه په غزه کې چې وشو. په دغو شرایطو کې د فلسطین دولت به داسرایلو دله مینځه وړلو دپاره لاره پرانیزي نه دا چې د اسرایلو په څنګ کې په سوله کې ژوند وکړي.،،
په واشنګټن کې داسرایلو سفیر یچیل لایتر دامریکا غږ سره ځانګړې مرکه کړې ده چې په کښي داسراییلو او حماس ترهګرې ډلې ترمنځ دشخړې او مزاکراتو په هکله، دیمن دحوثیانو دترهګرې ډلې په هکله، دایران داټمي پروګرام په هکله ، په سیمه کې دایران دنیابتي ډلو دفعالیتونو په هکله او دغه راز دایران څخه دافغان کډوالو دایستلو په هکله خبرې شوي دي. ستاسو پام دغه پشپړې مرکه ته چې دامریکا غږ خبریال مایکل لیپن دامریکا غږ دواشنګټن په سټډیو کې داسراییلو دسفیر یچیل لایتر سره پرون د پنجشنبې په ورځ کړې ده، رااړوو.