Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > افغان کډوالو وايي، ایران کې پر پولیسو سربېره دیو شمېر عامو ایرانیانو له تاوتریخوالي سره هم مخ دي  

AgoNews: افغان کډوالو وايي، ایران کې پر پولیسو سربېره دیو شمېر عامو ایرانیانو له تاوتریخوالي سره هم مخ دي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

افغان کډوالو وايي، ایران کې پر پولیسو سربېره دیو شمېر عامو ایرانیانو له تاوتریخوالي سره هم مخ دي

منبع

د آزادی رادیو

تاریخ

7/13/2025 12:00 AM

شرح

 
 

په ایران کې مېشت یوشمېر افغان کډوال وايي چې ددوی په وړاندې دپولیسو ناوړه چلند ترڅنګ دځینو عامو ایراني وګړو له خوا تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.

دوی وايي، افغان کډوال دایران په بېلابېلو ځایونو کې، په سړکونو، دبسونو په تمځایونو او لارو کوڅو کې له سپکاوي او تاوتریخوالي سره مخ دي. په تهران کې مېشت یو افغان کډوال، چې دپنځه کسیزې کورنۍ سرپرست دی او څلور کاله مخکې ایران ته دکار په لټه تللی، شکایت کوي چې په وروستیو کې دایراني پولیسو ترڅنګ عام خلک هم له دوی سره ناوړه چلند کوي. نوموړي، دنوم دنه خپرېدو او دغږ دبدلون په شرط، آزادي راډیو ته وویل چې عام ایرانیان، دبدو ردو ترڅنګ، افغان کډوال سپکوي او ان تاوتریخوالی ورسره کوي.

"دوه ورځې مخکې مې یو افغان ولید، په تهران کې نږدې شل کسان راغلل او هغه یې وواهه. کله چې دغه ډول مسله رامنځته شي، بیا عام دوکانداران، موټرچلونکي او ان په سړکونو روان ایرانیان افغانان وهي او ټکوي یې. کوم افغان کډوال چې ایران کې دي، په دې شپو ورځو کې ممکن ونه توانیږي چې ان ډوډۍ پیدا کړي، ځکه چې په هر ځای کې چې افغانان ګوري، ایرانیان ورته وايي: افغانانو، ولې خپل هېواد ته نه ځئ؟" له ایرانه تازه راستنې شوې کورنۍ هم د یو شمېر ایراني وګړو له بد چلنده ترخې خاطرې لري.