Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > دخبریالانو مرکز: طالبانو دښځینه خبریالانو حضور دله‌منځه وړو هڅې ګړندۍ کړي  

AgoNews: دخبریالانو مرکز: طالبانو دښځینه خبریالانو حضور دله‌منځه وړو هڅې ګړندۍ کړي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

دخبریالانو مرکز: طالبانو دښځینه خبریالانو حضور دله‌منځه وړو هڅې ګړندۍ کړي

منبع

د آزادی رادیو

تاریخ

7/13/2025 12:00 AM

شرح

 

په داسې حال کې چې په افغانستان کې دطالبانو دحکومت له لوري پر ښځو او نجونو پراخ لګول شوي محدودیتونه لا هم په خپل ځای دي، دافغانستان دخبریالانو مرکز په یو نوي راپور کې ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې په رسنیو کې دافغان ښځینه خبریالانو دحضور دله‌ منځه وړلو هڅې ګړندۍ شوي دي.

په دغه راپور کې، چې پرون جمعه دجولای ۱۱مه خپور شوی او په کې دروان کال دلومړنیو شپږو میاشتو پېښې را اخیستل شوي، راغلي چې دطالبانو سیمه‌ییزو چارواکو، په ځانګړي ډول ولایتي چارواکو، په رسنیو کې دښځو درول دمحدودولو لپاره بیلابېل اقدامات کړي دي.

په راپور کې راغلي، دغه راز دښځو له لوري اداره کېدونکو رسنیو باندې فشارونه دپام وړ زیات شوي، او ان ډېری دغو رسنیو ګواښونکي لیکونه ترلاسه کړي چې باید خپل فعالیتونه بند کړي.

دخبریالانو مرکز ویلي، دښځو له لوري اداره کېدونکو رسنیو دجوازونو دنوي کولو په پروسه کې خنډونه رامنځته کړل شوي، او دسیمه‌ییزو چارواکو له لوري ددغو رسنیو مسوولینو ته ویل شوي، هغه وخت به یې جوازونه نوي شي، چې کله یو نارینه دجواز لرونکي یا مسوول په توګه وټاکل شي.

دافغانستان دخبریالانو مرکز داړیکو او عدالت غوښتنې دبرخې مسوولې سمیه ولي‌ زاده په دې اړه  آزادي راډیو سره په خبرو کې، په افغانستان کې ښځینه خبریالانو په وړاندې دمحدودیتونو په زیاتېدو اندېښنه وښوده او وې ویل، طالبان هڅه کوي چې دافغانستان په رسنیو کې دښځو حضور په بشپړ ډول له منځه یوسي.

"طالبان په دې هڅه کې دي چې دښځو دغږ په خپرولو بندیز او دښځو له لوري داداره کېدونکو رسنیو په وړاندې  ستونزو په جوړولو سره، دافغانستان په رسنیو کې دجنسیتي توپیر پر بنسټ دښځو حضور په بشپړ ډول له منځه یوسي، چې دا واقعاً داندېښنې وړ ده او اندېښنې لاپسې زیاتوي."

نوموړې دغه راز وویل چې دطالبانو حکومت داسې مهال په افغانستان کې په ښځینه خبریالانو فشارونه زیات کړي، چې دروان کال په مارچ میاشت کې، په کندهار کې، چرته چې دطالبانو مشرتابه مېشت دی، چارواکو په سیمه‌ ییزو رسنیو دښځو دغږ په خپرولو بشپړ بندیز ولګاوه.