Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > یوټیوب افغانستان، ایران او پاکستان کې دټولو رسمي او غیرې رسمي یوټیوب چینلونو مونټایز بند کړ  

AgoNews: یوټیوب افغانستان، ایران او پاکستان کې دټولو رسمي او غیرې رسمي یوټیوب چینلونو مونټایز بند کړ

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

یوټیوب افغانستان، ایران او پاکستان کې دټولو رسمي او غیرې رسمي یوټیوب چینلونو مونټایز بند کړ

منبع

تاند

تاریخ

7/14/2025 12:00 AM

شرح

 
واشنګټن – ۲۰۲۵، جولای ۱۱مه:
 
د نړۍ تر ټولو سترې ویډیويي خپرونې شبکې “یوټیوب” چې د امریکایي ټېکنالوژۍ لوی شرکت “ګوګل” تر چتر لاندې فعالیت کوي، د افغانستان، ایران او پاکستان د ټولورسمي او غیرې رسمي  یوټیوب چینلونو لپاره منټایزېشن یا د عوایدو ورکولو پروسه درولې ده.
په رسمي ډول د یوټیوب له لوري خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دا پرېکړه د سیمه‌ییزو امنیتي حالاتو، نړیوالو بندیزونو، او د تجارتي پالیسۍ د ارزونې پر بنسټ شوې ده. ددې بندیز له امله، اوس د یادو هېوادونو له هیڅ یوټیوب چینل څخه اعلانونه نه خپرېږي او نه هم ویډیو جوړوونکو ته د عوایدو زمینه برابره ده.
سرچینې وایي، دا پرېکړه د څو مهمو نړیوالو تحولاتو له امله شوې، چې پکې لاندې درې کلیدي پېښې د پام وړ ګڼل شوي دي:
1. روسیې له لوري د طالبانو تر مشرۍ لاندې افغان حکومت رسمیت پېژندل:
راپورونه ښيي چې له دې وروسته د امریکا او متحدینو لخوا د طالبانو پر حکومت سیاسي فشارونه زیات شول، چې د یوټیوب دا ګام یې هم یوه برخه بلل کېږي.
2. ایران – اسرائیل جګړه:
ایران چې په وروستیو میاشتو کې د اسرائیلو پر ضد پوځي اقدامات کړي، له دې امله د لویدیځ له سختو بندیزونو سره مخ شوی. ددې فشارونو یوه پایله همدا ګڼل کېږي، چې یوټیوب د ایران چینلونه هم غیر منټایز کړي.
3. پاکستان کې د ترهګرۍ زیاتېدونکی ګواښ:
د خېبر پښتونخوا، بلوچستان او نورو سیمو کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو زیاتوالی، د بیان ازادۍ او خپرونو د خوندي‌والي په برخه کې جدي اندېښنې راپیدا کړې، چې له امله یې یوټیوب د منټایزېشن سیسټم ودرولو ته مجبوره شوی.
کارپوهان باور لري چې دا پرېکړه یوازې تخنیکي نه ده، بلکې سیاسي اړخونه هم لري. د افغانستان یو وتلی یوټیوبر وایي:
“د یوټیوب له خوا دا ګام زموږ پر اقتصادي راتلونکي مستقیم اغېز لري. زموږ د محتوا تولید، امکاناتو او ژوند وسیلې له همدې لارې وو، خو اوس بې برخلیکه پاتې یو.”
په عین حال کې، د رسنیو د ازادۍ ملاتړي بنسټونه پر یوټیوب انتقاد کوي او دا پرېکړه د عامو خلکو د رایې، فکر او بیان پر ازادۍ محدودیت بولي.
تر دې دمه د ګوګل یا یوټیوب له خوا د دې بندیز د پای ته رسېدو کومه ټاکلې نېټه نه ده اعلان شوې، خو تمه ده چې دا موضوع به د نړیوالو سازمانونو، رسنیزو بنسټونو او د بشري حقونو د فعالانو له لوري تر جدي ارزونې لاندې ونیول شي.