دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق ډار په کوالالمپور کې په یوه سیمه ییزه ناسته کې اعلان وکړ چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، دپاکستان او افغانستان ترمنځ هېڅ رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه دي رامنځته شوي.
اسحاق ډار چې همداراز دپاکستان دصدراعظم مرستیال هم دی، څرګنده کړه چې دطالبانو دبیا واکمنېدو له پیل راهیسې، داسلام آباد او کابل ترمنځ رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې پرې شوي او تراوسه هم بېرته نهدي رغول شوي. دا په داسي حال کې ده چې دطالبانو له واک ته رسیدو وروسته دپاکستان دآی ایس آی دهماغه مهال مشر لومړنی بهرنی چارواکی و، چې کابل ته یې سفر وکړ او په کابل کې د پاکستان سفیر تر بل هر سفیر زیات فعال و. ډار په کوالالمپور کې دناستې پر مهال وویل: «افغانستان زموږ ګاونډی دی، او موږ تل د دغه هېواد ثبات او امنیت د پاکستان لپاره مهم ګڼلی. خو له بده مرغه، دطالبانو له واک ته رسېدو وروسته، ددواړو هېوادونو ترمنځ هیڅ ډول رسمي تعامل نه شته.»
اسحاق ډار د ۲۰۲۵ کال داپرېل په ۱۹مه خپل یوه رسمي سفر ته اشاره وکړه او ویې ویل: «په دغه یوه ورځني سفر کې مې له طالب چارواکو سره مستقیمې خبرې وکړې، څو دباور بیا رامنځته کېدو او داړیکو دبیا پیل زمینه برابره شي، خو دا هڅې تراوسه درسمي اړیکو درغېدو لامل شوي نهدي.» نوموړي دمې په ۲۰مه، په بېجینګ کې دافغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درېاړخیزه ناسته هم یاده کړه او هغه یې دسیمهییزو همکاریو دپیاوړتیا یوه برخه وبلله.
دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې ددوه اړخیزو اړیکو له مهمو خنډونو څخه یو هم دتحریک طالبان پاکستان (TTP) حضور دی، چې دهغه په وینا، لاهم دافغانستان په خاوره کې فعالیت کوي. هغه وویل: «موږ له طالبانو غوښتي چې ددې ډلې دمخ نیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي، ځکه چې دا ډله دپاکستان امنیت ته مستقیم ګواښ پېښوي.»
اسحاق ډار ټینګار وکړ چې: «ځینو پخوانيو اقداماتو لکه دسرحدونو پرانیستل او له طالبانو سره غیر رسمي تماسونه، زموږ ملي امنیت ته منفي پایلې درلودې او باید جدي بیاکتنه پرې وشي.» نوموړي په پای کې وویل چې دپاکستان دتوغندويي پروګرام پیاوړتیا یوه ستراتیژیکه اړتیا ده، څو له سیمهییزو ګواښونو سره مقابله وشي. سره له دې چې ځینې محدودې ډیپلوماتیکې هڅې شوې، لکه په اسلامآباد کې دطالبانو داستازولۍ دسفارت په کچه لوړول او ورته اقدام دپاکستان له لوري په کابل کې، لا هم ددواړو هېوادونو ترمنځ درسمي ډیپلوماتیکو اړیکو دبیا پیل نښې نښانې نه لیدل کېږي.