دسوسیال مسیحي له گوند CSU څخه نوموړي سیاستوال، د« فوکاس» مجلې ته وویل: «زما نظر دا دی چې موږ په مستقیم ډول له افغانستان سره داسي تړونونه رامنځته کړو چی له مخې یې بیرته ستنیدنه ممکنه کړو.» هغه زیاتوي: «له افغانستان سره دخبرو اترو له پاره لاهم دریمې ډلې ته اړتیا موجوده ده. دا نه سي کیدلای دیوې دایمي حل لارې په توگه پاته سي.»
دطالبانو حکومت لاهم په رسمیت نه دی پیژندل سوی او تراوسه پورې له هغوی سره رسمي خبرې اترې غیرمعلمولي دي. دوبرینت وایی: که څه هم په روان کال کی داخراجونو شمیره یو پر څلورمه برخه زیاته سوې ده ، خو بیا هم په ښکاره ډول معلومیږي چی سوریې او افغانستان ته د اخراج په برخه کی سترې ننگونې موجودي دي. دهغه په خبره :«تراوسه پورې له دواړو هیوادونو سره هیڅ کوم تړون نسته.» په هرصورت، دمجرمینو دشړلو له پاره دموافقې په اړه له سوریې سره اړیکې برقرارې دي. خو نتایج یې لاتراوسه معلوم نه دي.
افغانستان دنړۍ یو له بې وزلو هېوادونو څخه شمیرل کیږي او له لسیزو راهیسې له جگړو سره مخامخ دی. د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې، دلویدیځو ځواکونو دوتلو په جریان کې، سخت دریځي طالبان بیرته واک ته ورسیدل، او له هغه راهیسې ډیریو دولتونو او سازمانونو له نوموړي هیواد سره خپلې مرستې بندې کړي دي. په افغانستان کې خلک دکار پیدا کولو لږ امکانات لري، او ددوی راتلونکی هم تر ډیره ځایه نامعلوم بریښي.