Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > روسیې دطالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده  

AgoNews: روسیې دطالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

روسیې دطالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده

منبع

تاند

تاریخ

7/4/2025 12:00 AM

شرح

 
 

دطالبانو دبهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي دروسيې له سفير، دیمیتري ژیرنوف سره وکتل.

دبهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دروسيې سفیر په دغه کتنه کې دروسیې دحکومت هغه پرېکړه رسماً ابلاغ کړه چې پر بنسټ يې روسيه دطالبانو حکومت په رسمیت پېژني. سفیر ددغې پرېکړې ارزښت یاد کړ او دا یې دافغانستان او روسیې ترمنځ داړیکو دپیاوړتیا لپاره تاریخي ګام وباله.

دطالبانو دبهرنیو چارو سرپرست وزیر دروسیې ددغې پرېکړې هر کلی وکړ او دا یې ددواړو هېوادونو ترمنځ دمثبتو اړیکو، متقابل درناوي او رغېدونکي تعامل نوی پړاو وباله. پر افغانستان دطالبانو له حاکمیت کابو څلور کاله پوره کېدونکي دي، او روسیه لومړنی هېواد دی چې طالبان په رسمیت پېژني.

روسیه داسې مهال دطالبانو حکومت په رسمیت پېژني، چې دچارو دڅارونکو په باور لاهم طالبانو د فغان نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي دي. روسیې رسما په دې تړاو اعلان نه دی کړی.