Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > دروسیې دباندنیو چارو وزارت تایید کړه چې دطالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی  

AgoNews: دروسیې دباندنیو چارو وزارت تایید کړه چې دطالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

دروسیې دباندنیو چارو وزارت تایید کړه چې دطالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی

منبع

تاند

تاریخ

7/4/2025 12:00 AM

شرح

 

دروسیې او دافغانستان دطالبانو دبهرنیو چارو وزارتونه وايي چې مسکو داسلامي امارت دافغانستان دحکومت په توګه په رسمیت پېژني.

دروسیې دباندنیو چارو وزارت په ویبپاڼه کې په یوه بیان کې راغلي: «دجولای په ۳مه، دروسیې دبهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر، آندری یوریوویچ رودینکو، دافغانستان داسلامي امارت نوي ټاکل شوي سفیر، ګل حسن حسن، باورلیک ومانه.» ددې بیان په دوام کې ویل شوي: «موږ باور لرو چې دافغانستان داسلامي امارت دحکومت رسمي پېژندنه به ددواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې داغېزمنو دوه اړخیزو همکاریو پرمختګ ته نوی تحرک ورکړي. موږ دسوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې دهمکارۍ پراخ امکانات وینو، په ځانګړي ډول دانرژۍ، ترانسپورت، کرنې او زیربنایي پروژو په برخو کې.

موږ به له کابل سره دسیمه‌ ییز امنیت دپیاوړتیا او دترهګرۍ او مخدرو موادو پروړاندې دمبارزې په برخه کې مرسته روانه وساتو. همداراز، زموږ دولسونو ترمنځ ددوستۍ دپیاوړتیا لپاره، دښوونې، ورزش، کلتور او بشري همکاریو په برخو کې داړیکو ژورول خورا ارزښتناک ګڼو.»

له دې سره هممهاله دطالبانو دباندنیو چارو وزارت په خپله ایکسپاڼه کې په کابل کې دروسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره دامیرخان متقي کتنې ته په اشاره لیکلي: «دروسیې سفیر په دې ملاقات کې دروسیې دحکومت هغه پرېکړه رسماً ابلاغ کړه چې پر بنسټ یې دروسیې فدراسیون دافغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژني.» په دې اساس، روسیه په نړۍ کې لومړنی هیواد دی چې دطالبانو اسلامي امارت په رسمیت پېژني.