دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له افغان سوداګرو سره په ګډه ناسته کې ګاونډ او سیمه ییزو هېوادونو سره دسوداګریزو ویزو، ټرانزیټي لارو خلاصون او افغاني محصولاتو لپاره دبازار موندې په اړه خبرې کړې دي.
دطالبانو دبهرنیو چارو وزیر دې ناسته کې ويلي، بهرنیو هېوادونو ته یې دافغانستان کرنیزو محصولاتو صادرولو لپاره دیو شمېر هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره یې هم خبرې کړې دي. متقي په دې ناسته کې دهند او پاکستان ترمنځ وروستۍ شخړه کې دپولو تړل کېدو او افغان سوداګرو زیانمن کېدو ته په اشارې ویلي، دهېوادونو دتقابل له کبله باید افغانستان قرباني نه شي او لارې ونه تړل شي. نوموړي زیاته کړه چې ددواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو سره یې په خبرو کې دیادې ستونزې دحل په اړه خبرې کړې دي. متقي همداراز ډاډ ورکړی، چې دسوداګریزو وېزو برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې او دې برخه کې به نور کار هم وکړي.
دبهرنیو چارو سرپرست وزیر داسې مهال افغان سوداګرو سره کتلي، چې دهند او پاکستان شخړه پر مهال واګه بندر کې دافغانستان سوداګرو ګڼ سوداګریز توکي بند پاتې دي چې له کبله یې افغان سوداګرو ته زیانونه اوښتي دي. دیادونې وړ ده چې پرون یکشنبه دافغانستان او پاکستان دسوداګرۍ ګډې خونې رئیس خان جان الکوزي ویلي وو چې، تر ۱۲۰۰ زیات له توکو بار کانټیرونه چې دافغان سوداګرو دي په کراچۍ بندر کې دسست کار دترسراوي له امله بند پاتې دي.