Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > داسرائيل او ایران دشخړې ديپلوماتيک حل له پاره هڅې  

AgoNews: داسرائيل او ایران دشخړې ديپلوماتيک حل له پاره هڅې

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

داسرائيل او ایران دشخړې ديپلوماتيک حل له پاره هڅې

منبع

دویچه ویلی

تاریخ

6/21/2025 12:00 AM

شرح

 
 
 
 
دبريتانيا، فرانسې او آلمان دبهرنيو چارو وزيران به نن په ژنيو کې له خپل ايراني سيال سره وګوري. ترمپ، ويلي دي چې دایران او اسرائيل په شخړه کې دشامليدو او يا نه شامليدو پريکړه به په راتلونکو دوو اونیو کې وکړي. 
 

دتېرې جمعې په ورځ پر ایران د اسرائيل د ناڅاپي برید وروسته په دې کړکيچ کې ترينګلتيا د ډېرېدو په حال کې ده او اوس دا شخړه دويمې اونۍ ته داخله شوې ده. دترينکلتيا د کمېدو هیڅ نخښې نه ترسترګو کيږي، بلکې سپينېې ماڼۍ هم ویلي دي چې د اسرائيل په عملياتو کې پر شامليدو باندې غور کوي.

اسرائیل دایران دپوځي تحقيقاتو ديوه بنسټ دپه نخښه کولو ادعا کړې

د اسرائيل دفاعي ځواک دجمعې په ورځ وويل چې دایران پر پوځي تاسيساتو یې يو شمیر بريدونه کړي دي چې دپوځ پر يوه تحقیقاتي بنسټ (SPND) باندي بريد هم شامل دی. اسرائیل ادعا کړې ده چې دغه بنسټ دایران داتومي وسلو جوړلو په پروګرام کې ونډه لري. دجمعې په ورځ داسرائيل ځواکونو ويلي دي چې «د ایران په زړه کې یې د بريدونو يوه لړۍ بشپړه کړې ده: يو شمیر هدفونه لګيدلي چې د پوځ د توغنديو جوړولو توليد ځايونه هم پکې شامل دي.» 

داروپايانو دديپلوماتيک حل هڅې

دایران او اسرائيل پر شخړه باندې دخبرو اترو له پاره دفرانسې، آلمان او بريتانيا دبهرنيو چارو وزيران دجمعې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال دجون ۲۰) په ژنيو کې سره ګوري. ددې ليدنې کتنې موخه دایران دشخړه ایز اتومي پروګرام په تړاو يو ځل بيا د ديپلوماتيکو هلو ځلو لارې ته راستنېدل دي. په دې خبرو اترو کې به د ایران د بهرنيو چارو وزير عباس قراقچي، د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ډيوډ ليمي، د فرانسې د دبانیو چارو وزير ژان نول بیروټ، د آلمان د بهرنيو چارو وزير يوهان واډېفول، او د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مشر کاجا کالس، ګډون ولري.

دبريتانيا دبهرنیو چارو وزير ليمی، له ایران سره دمذاکراتو په ترڅ کې دامريکا متحده ايالاتو دبهرنیو چارو له وزير مارکو روبيو، او ځانګړي استازي ستيو وټکوف سره په سپينه ماڼۍ کې وکتل. نوموړي تر دې وروسته وویل چې له تهران سره ديپلوماتيک حل ته رسېدو فرصت لا هم شته دی. 

ليمي، په واشنګټن کې دبريتانیا سفارت له لوري په جاري کړل شوې يوه اعلاميه کې وويل: «د منځني ختیځ وضعيت لا هم خطرناک دی.» هغه زياته کړې: «موږ په دې اړه سره نظرونه تبادله کړل چې د يوې لا ژورېدونکي شخړې څخه د ځان ساتنې په موخه ایران څرنګه تړون بايد وکړي. د ديپلوماتيک حل دترلاسه کولو له پاره اوس تر راتلونکو دوو اونيو يوه کړکۍ پرانیستې ده.»

تر راتلونکو دوو اونيو دایران پروړاندې دعملياتو پریکړه

ولسمشر دونالد ترمپ، په دې اړه زړه نا زړه ښکاري چې آيا تر ځمکې لاندې اتومي تاسيساتو باندې د بمبارۍ په کولو سره پر ایران باندې د اسرائيل په بريدونو کې ور شامل شي او که نه. د نوموړي سياسي پلويان هم په دې اړه سره ويشلي دي. ترمپ، په خپله ټاکنیزه مبارزه کې ژمنه کړې وه چې په بهرنيو جګړو کې به نه شاملیږي.

پنجشنه دشپې دسپينې ماڼۍ دمطبوعاتو برخې څخه کيرولين ليوټ، د يوې مطبوعاتي غونډې پر وخت وویل چې ولسمشر ترمپ، به په راتلونکو دوو اونیو کې پر ایران باندې د بريد په اړه وروستۍ پريکړه وکړي. هغې زياته کړه چې ترمپ، اوس هم په دې اړه يوه موقع ويني چې له ایران سره د اتومي خبرو اترو له لارې د امريکا او اسرائيل غوښتنې منل کيدلی شي.

ترمپ، له ایران څخه غوښتنه کړې ده چې ژر تر ژره دې ديورانيمو دغني کولو کار او داتومي وسلو د جوړلو نور امکانات وتړي. ليوټ، وويل چې ولسمشر ترمپ، ويلي دي چې «ددې حقيقت پر بنسټ چې له ایران سره په نږدې راتلونکي کې دمذاکراتو ډېر امکان موجود دی يا کیدای شي نه وي، زه به خپله پريکړه په راتلونکو دوو اونيو کې وکړم چې په جګړه کې شامليږو او که نه.»

امريکا په دې اړه غور کوي چې آیا په فردو کې دایران ديورانیمو دغني کولو په تر ټولو خوندي بټيو باندې له بريد کولو سره داسرائيل په حمله کې شامل شي او که نه. دا اتومي تاسيسات د يوه غره لاندې پراته دي او دامريکا «Bunker Buster» يا سنګر شکن بمونه یې ويجاړولی شي. داسرائيل لومړي وزير بنيامين نتانياهو، دپنجشنبې په ورځ وويل چې په دې باور لري چې ترمپ «به هغه وکړي څه چې دامريکا له پاره ښه وي.» نتانياهو، وويل: «زه تاسې ته ویلی شم چې هغه لا اوس هم ډېره مرسته کوي.»

چين، هند او نورو هېوادونو له سيمې څخه دخپلو وګړو او ديپلوماتانو په ویستلو کې مرسته کړې

ډېرو هېوادونو نن، جمعه هم له اسرائيل او ایران څخه دخپلې ديپلوماتيکي عملې او اتباعو دتخليه کولو له پاره خپلې سرچينې متحرکې کړي دي. دمثال په توګه چين ويلي دي چې له ایران څخه خپل ۱۶۰۰ اتباع او «په سونه نور» یې له اسرائيل څخه ايستلی دي. دچين دبهرنيو چارو وزارت ټينګار کړی دی چې چارواکي خپله نهايي هڅه کوي چې «دچينايي اتباعو په خوندي انتقال او تخليه کې مرسته وکړای شي.»

چين ويلي دي چې په اسرائيل کې به یې سفارت ګروپي تخليه دجمعې په ورځ پېل کړي. اروپايي اتحادیې هم ویلي دي چې له اسرائيل، اردن او مصر څخه یې دخپلو ۴۰۰ کسانو په را ايستلو کې مرسته کړې ده. فرانسه به هم خپل اتباع له اسرائيل څخه را وباسي. آلمان ويلي دي چې له عمان او اردن څخه یې دچهارشنبې په ورځ خپل ۱۷۱ او دپنجشنبې په ورځ نور ۱۷۴ وګړي را انتقال کړي دي. داونۍ دپای له پاره نور پروازونه هم په نظر کې نيول شوي دي.

يونان، بلغاريه، هند، اندونیزيا، جاپان، عمان او پولند هم د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل دي چې دشخړې په پراخیدو سره خپل په سونه وګړي له سيمې څخه باسي. دا په داسې حال کې ده چې داسرائيل دسیاحت وزیر دپنجشنبې په ورځ وويل چې دمګړۍ په اسرائيل کې له موجودو ۳۸ زور سيلانيانو څخه یې  ۲۲ زرو له دغه هېواد څخه د وتلو په برخه کې دمرستې غوښتنه کړې ده.  په اسرائيل کې د امريکا سفیر مايک هوکابي، اعلان وکړ چې په اسرائيل کې له میشتو شا و خوا ۷۰۰ زرو امريکايانو څخه یې که هر څوک وتل غواړي نو باید ځان راجستر کړی څو د الوتکې او يا کښتۍ له لارې تخليه شي.