افغانستان کې داروپایي ټولنې استازولي دډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت وایي، افغانستان او دایران او پاکستان په ګډون دسیمې په هېوادونو کې دافغان بې ځایه شویو ملاتړ ته دوام ورکوي.
دغې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دکډوالۍ له نړیوال سازمان سره د ۴۷ میلیونه یورو همکارۍ له لارې افغان کډوالو په ځانګړې توګه له ښځو او زیانمنونکو سره دروغتیا، زده کړو او دژوند دنورو لومړنیو اړتیاو دبرابرولو په برخه کې مرستې کوي. دغې ټولنې دغه راز زیاته کړې چې دملګرو ملتونو دکډوالو دعالي کمېشنرۍ سره په ګډه دخلکو دزغم، ثبات او هیلو پیاوړتیا په موخه دښځو په مشرۍ دمعیشتي چارو ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ته چې نن تورخم کې دکډوالو دلېږد امر، بخت جمال ګوهر وایي، پاکستاني لوري دښځو او ماشومانو په ګډون ۲۶۹ افغانان چې ددغه هېواد په بېلابېلو بندخونو کې له دوو تر درېیو میاشتو بندیان وو، خوشې کړي او پرو (پنجشنبه) یې تورخم کې افغان لوري ته سپارلي دي. دهغه په خبره، ډېری دغو کسانو پاکستان کې داوسېدو قانوني اسناد هم لرل.
اروپایي ټولنه داسې مهال دافغان کډوالو پر ملاتړ ټینګار کوي، چې پرون پنجشنبه دطالبانو دکډوالو وزارت په یوه خبرپانه کې ویلي وو، چې جاپان په روان زېږیز کال کې دراستنېدونکو افغانانو دستونزو دحل په برخه کې دملګرو ملتونو دادارو په همکارۍ ۷.۵ ملیونه ډالر لګوي. هغه په نړیواله کچه د مرستو کمښت ته په اشارې ویلي، چې افغانانو سره به دجاپان مرستې دپخوا په څېر دوام ولري. دجون ۲۰مه دکډوالو حقونو ته د درناوي په موخه هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دملګرو ملتونو له لوري نمانځل کیږي.