دتاجکستان داوبو او انرژۍ وزارت پرون هیله ښکاره کړه چې دکاسا زر پروژې چارې به دراتلونکي میلادي کال تر پایه بشپړې شي او پاکستان ته به زر میګاواټه بریښنا انتقال شي.
دکاسا زر پروژې چارې دافغانستان دجمهوري نظام پرمهال پيل شوې وې چې یو زر او ۳۰۰ میګاواټه برېښنا له قرغیزستان او تاجکستان څخه دافغانستان له لارې پاکستان ته انتقال شي. دشوي تړون له مخې ددې پروژې ۳۰۰ میګاواټه برېښنا به په افغانستان کې لګول کېږي او ۱۰۰۰ میګاواټه به یې پاکستان ته ټرانزيټ شي.