Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > ریچارد بنیت: په افغانستان کې باید په عام محضر کې په درو دخلکو وهل بند شي  

AgoNews: ریچارد بنیت: په افغانستان کې باید په عام محضر کې په درو دخلکو وهل بند شي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

ریچارد بنیت: په افغانستان کې باید په عام محضر کې په درو دخلکو وهل بند شي

منبع

د امریکا غږ

تاریخ

6/4/2025 12:00 AM

شرح

 

په بشري چارو کې دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیت وایي چې په روان کال کې په افغانستان کې په عام محضر کې په درو دخلکو وهل زیات شوي دي او دا «درنې سزاوې» دنړیوال قانون څخه سرغړونه ده.

دبنیت دایکس په رسمی حساب کې لیکلي دي چې طالب مقاماتو په «تېرې یوې اونې کې په افغانستان کې ۶۳ کسان په عام محضر کې په درو وهلي چې څلور یې ښځې دي. دا درنې سزاګانې دنړیوال قانون څخه سرغړونه ده او باید ودرول شي» نوموړي همدغه راز تاکید کړی چې دطالبانو باید دا یوه عادي یا نورمال حکومت په توګه و نه منل شي.

دطالبانو حکومت ستره محکمه وايي چې هغوی دکابل په ګډون دافغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې په دې وروستیو کې لسګونو کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. طالب مقامات وايي چې دغه کسان د«زنا، لواطت، غلا» او نورو تورونو له کبله «مجازات او محکوم» شوي دي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال داګست په میاشت بیا واک ته ورسېدل او په عام محضر کې یې خلکو ته سزا ورکول پیل کړل. ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه دطالبانو دا ډول سزاګانې دنړیوالو اصولو او قوانینو خلاف ګڼي، غندلي یې دي او دبندولوغوښتنه یې کړې ده.

دبینیت دایکس په رسمی حساب کې لیکلي دي چې طالب مقاماتو «تېرې یوې اونې کې په افغانستان کې ۶۳ کسان په عام محضر کې په درو وهلي چې څلور یې ښځې دي. دا درنې سزاګانې دنړیوال قانون څخه سرغړونه ده او باید ودرول شيږ» نوموړي همدغه زیاته دا یوه جدي یادوونه بللې ده چې طالبان باید عادي ونه ښودل شي.

دطالبانو حکومت ستره محکمه وايي چې هغوی دکابل په ګډون دافغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې په دې وروستیو کې لسګونو کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. طالب مقامات وايي چې دغه کسان د«زنا، لواطت، غلا» او نورو تورونو له کبله «مجازات او محکوم» شوي دي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال داګست په میاشت بیا واک ته ورسېدل او په عام محضر کې یې خلکو ته سزا ورکول پیل کړي دي. ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه دطالبانو دا ډول سزاګانې دنړیوالو اصولو او قوانینو خلاف ګڼي، غندلي یې دي او دبندولوغوښتنه یې کړې ده.