۵۶ کلنه بي بي خوږه دننګرهار ولایت دچپرهار ولسوالۍ ددولت زي کلي اوسېدونکې ده. خوږه ددریو کونډو نږندو په ګډون دخپلې اته کسیزې کورنۍ یوازینۍ سرپرسته ده. دا وايي دکور ټول خرڅ دخپل کوچني دکان له څو پاکټه ماشومانه خوړو پرې کوي: "پنځه زامن مې شهیدان شوي، درې یې په ملي اردو کې شهیدان شوي او دوه نور رانه الله په خپل مرګ اخیستي، خاوند مې هم وفات شوی، د ګټې وټې مې بل څوک نشته، دلته مې دپاپړو او چڼه چورو( وریت شوي دال) دکان شروع کړی، دا هم داسې کار نه ورکوي خو څه وکړم ډېرې مجبورۍ نه لګیا یم."
خوږه وايي دا دکان یې په خپلو پیسو نه دیوې مرستندویه موسسې په پور جوړ کړی دی. دا چې اته میاشتې یې ددکان له جوړلو کېږي زیاتوي چې مخکې به یې په ورځ کې تر۳۵۰ افغانیو ګټلې خو اوس یې سودا کمه شوې او تر ۱۵۰ افغانیو ګټي چې زر افغانۍ بیا په میاشت کې ورنه د دکان کرایه ورکوي. دخوږې په خبره دپنځو واده شویو لوڼو په ګډون اکثره خپل خپلوان یې هم ښه اقتصادي حالت نه لري چې دې سره مرسته وکړي. دا له بېلابېلو مرستندویه ادارو او دطالبانو له حکومته غواړي چې لاسنیوی یې وکړي: "زما دا غوښتنه ده چې ما سره په میاشتنۍ توګه څوک چېرې کمک وکړي، چې میاشت کې ماته دومره یو خرڅ راکړي چې زما دخپل دکور دا ستونزې پرې حل شي." دخوږې په خبره، ددکان دسودا لپاره لرې نه شي تللی ځکه په خبره یې، طالبان له محرم پرته ورته دتګ اجازه نه ورکوي: "زه په خپله په سپین سر همدا دکانداري کوم، دافغانستان اوسني حالات خو تاسو ته معلوم دي، لرې ښار ته خو موږ تللی نه شو، دلته نژدې ولسوالۍ نه سودا راوړو."
طالبانو په افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته په نجونو او ښخو دګڼو نورو محدودیتونو ترڅنګ له محرم پرته لرې واټن سفر هم منع کړی دی. دوی له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو راګرځولې او په ډیری دولتي او نادولتي ادارو کې یې هم ښځې له دندو لرې کړې دي. خو له دې ټولو محدودیتونو سره سره دوی ادعا کوي چې دنجونو او ښځو حقونه داسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي. دبشري حقونو بېلابېلو سازمانونو مخکې ویلي وه چې پر افغان نجونو او ښځو دې بندیزونو په ځانګړي ډول هغه کورنۍ سختې ځپلي چې سرپرستانې یې ښځې دي.
دملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام «یو ان ډي پي» بیا دمی په ۷مه په خپل یو راپور کې اندېښنه ښودلې وه ویلي یې وو چې په افغانستان کې پر نجونو او ښځومحدودیتونو نه یوازې دا چې دنجونو او ښځو بنسټیز حقونه ترې اخیستي بلکې په ټکویې، وار دمخه له ناورین سر مخ افغانستان پر اقتصاد منفي اغیزې یې نورې هم ژورې کړې او ښايي تر ۲۰۲۶ کال پورې یې اقتصاد ته ۹۲۰ میلیونه ډالره زیان ورسوي. پرون دمې ۱۱ مه دنړۍ په ډیری هیوادونو کې دمور نړیواله ورځ هم نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې په کورنۍ او هم ټولنه کې دمور دلوړ مقام دستاینې په پار دا ورځ بیا له ډیر پخوا راهیسې دجوزا په ۲۴ نمانځل کېږي.