دتاجکستان په یوه کان کې دمیتان ګاز دچاودنې له امله اته افغان کارګر مړه شوي دي، ټول مړه شوي کارګر دافغانستان ددایکنډي ولایت اوسیدونکي وو.
ددایکنډي دطبعي پېښو دمدیریت ادارې دشنبې په ورځ، دمې په لسمه نېټې (غويي ۲۰مه)، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له وژل شویو کسانو څخه پنځه تنه دشهرستان ولسوالۍ، دوه دمیرآمور او یو داشترلي ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
دافغانستان ملي تلویزیون هم دا خبر ددایکنډي دپېښو دمدیریت دادارې له قوله خپور کړی دی. تردې وړاندې په ځلونو دپاکستان دبلوچستان دسکرو په کانونو کې دافغانانو دمړینو خبرونه ورکړل شوي خو دا لومړی ځل دی چې په تاجکستان کې هم افغان کان کیندونکي له مرګونې پېښې سره مخامخ کېږي.
افغان مهاجر معمولاً په هغو برخو کې کار کوي چې خطرناکې ګڼل کېږي لکه دسکرو کانونه او ساختماني کارونه، چې هلته ډېر وخت دخوندیتوب لازم تجهیزات نه وي موجود. دا چاره له تېرو کلونو راهیسې دډېرو مرګونو پېښو سبب شوې ده، او کارګر له جدي روغتیايي او فزیکي خطرونو سره مخ کوي. په بهر کې د افغان کارګرو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي، ځکه چې دهېواد دننه اقتصادي بې ثباتي خلک اړ باسي چې له هېواده بهر دکار لټه وکړي. زیاتره دغه کارکوونکي له ډېرو خطرناکو کاري شرایطو سره مخامخ دي، او هیڅ ډول خوندي ضمانت نه لري.