دطالبانو سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دمس عینک پروژې قراردادي شرکت له عمومي رئیس وانګ جي چینګ سره په کتنه کې ددې پروژې اهمیت ته په اشارې ویلي، چې مس عینک دافغانستان لپاره یوه ستره اقتصادي پروژه ده او طالبان یاد شرکت ته ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
برادر له یاد شرکت څخه غوښتي، چې د پروژې ساختماني چارې دې ژر پیل شي. دام سي سي شرکت رئیس دسرپرست حکومت له همکاریو مننه کړې او د پروژې پرمختګونو په اړه یې معلومات ورکړي دي. نوموړي ټینګار کړی،چې چمتو دي دغه پروژه د کانونو او پټرولیم وزارت سره په همغږۍ پر مخ یوسي. دغه راز دیوه بل خبر له مخې دافغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، یو شیاویونګ، دطالبانو دبهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره دسیاسي اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
دبهرنیو چارو وزارت دخبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې متقي دچین له دوامداره ملاتړ څخه مننه کړې او ددواړو هېوادونو ترمنځ دسوداګریزې همکارۍ پرمختګونه یې ستایلې دي. دچین ځانګړي استازي هم دچین دبهرنیو چارو وزیر له لوري، متقي ته دچین سفر بلنه ورکړه، چې دغه بلنه دمتقي له لوري منل شوې ده.