Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > ولسمشر ډونالډټرمپ وايي، هند او پاکستان ومنله چې اوربند به کوي او خبرې به پیلوي  

AgoNews: ولسمشر ډونالډټرمپ وايي، هند او پاکستان ومنله چې اوربند به کوي او خبرې به پیلوي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

ولسمشر ډونالډټرمپ وايي، هند او پاکستان ومنله چې اوربند به کوي او خبرې به پیلوي

منبع

د آزادی رادیو

تاریخ

5/11/2025 12:00 AM

شرح

 
 
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی دی چې پاکستان او هند دامریکا په منځګړیتوب خبرو کې په بشپړ او سمدستي اوربند موافقه کړې ده.
 

ښاغلي ټرمپ دا خبره پر ټروت ټولنیزې شبکې پر خپل اکاونټ لیکلې او ویلي یې دي چې دامریکايي منځګړو دتېرې شپې له اوږدو خبرو وروسته دواړه لوري پر اوربند سره سلا شول. ټرمپ هند او پاکستان دواړه ستایلي دي چې دده په وینا له هوښیارۍ یې کار واخیست.  دامریکا بهرنیوچارو وزارت بیګا ناوخته او پرون سهار وختي په جلا بیانونو کې وویل چې دبهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو بېګا دپاکستان دپوځ له لوی درستیز او دپاکستان او هند دبهرنیوچارو له وزیرانو سره په ټلفوني خبرو کې له هغوی وغوښتل چې ډیالوګ پیل کړي.

رویټرز خبري آژانس دهندي او پاکستان چارواکو له قوله تایید کړې چې دواړه خواوې به سملاسي پر یو بل ډزې دروي. رویټرز دهند دبهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې هند او پاکستان به دمې په ۱۲مه خبرې پیل کړي. دهند او پاکستان ترمنځ کړکېچ وروسته له هغه پراخ شو چې دهندي کشمیر په پهلګام سیمه کې دوسله والو په برید کې ۲۶ تنه سیلانیان، چې ډېری هندوان وو، ووژل شول. نوې ډيلي پر پاکستان تور ولګاوه چې ددې وسله والو ملاتړ کوي خو اسلام آباد دا تور رد کړی دی.

دتېرې چهارشنبې په ورځ هند دپاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او نورو سیمو کې نهه ځایونه چې دهندي چارواکو په وینا دتروریستي ډلو مرکزونه پکې وو، وویشتل او وروسته پاکستان هم دهند پر بېلابېلو سیمو ځوابي حملې وکړې. ددې حملو په ترڅ کې دپاکستان دپوځ ویاند جنرال احمدشریف نن ادعا وکړه چې هند دخپلو حملو په دوام دافغانستان پر لور هم څو توغندي ویشتلي دي خو افغانستان او هند دا اعا رد کړه.

دطالبانو پلوي رسنۍ حریت راډیو ددفاع وزارت دویاند عنایت الله خوارزمي له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وايي دافغانستان پر خاوره دهند دتوغندویي برید په اړه ادعاوې حقیقت نه لري. دهندي رسنیو دراپورونو له مخې په بهرنیوچارو کې دهند ددولت وزیر ویکرم مسري دا یوه بې مفهومه ادعا بللې ده او ویلي یې دي چې دافغانستان خلک ډېر ښه پوهېږي چې په تېر یوه نیم کال کې یې کوم هېواد پر وګړو او تاسیساتو حملې کولې. دهند پوځ هم دا ادعا رد کړې ده.

په عین حال کې دآزادۍ راډیو مشال څانګې دخیبرپښتونخوا مرکز پېښور ښار ته نژدې دیوې چاودنې خبر ورکړ. دمشال خبریال ویلي دي چې دشنبې په ورځ سهار وختي په شاوخوا دریو بجو دیوې چاودنې په غږ له خوبه راویښ شو او بیا یې دډزو غږونه واورېدل چې نژدې یو ساعت یې دوام وکړ.