دهند او پاکستان ترمنځ دتېرې شپې زیات شوي نظامي کړکېچ وروسته ددواړو هېوادونو جنګي بېړۍ دیو او بل اوبو ته نږدې شوې دي.
دپاکستان سمندري ځواکونو ویلي، چې دهند «ناوړه» ارادې په درک کولو سره یې خپلې جنګي بېړۍ سمندر ته ښکته کړي او ټاکلو ځایونو ته یې رسولې دي. دواړو هېوادونو ویلي، چې دجنګي الوتکو او نورو سمندري تجهیزاتو حرکت دڅارنې او داحتمالي ګواښ مخنیوي په موخه ترسره شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې دشهباز شریف په مشرۍ دپاکستان داټومي وسلو دپالیسیو دڅار ادارې بېړنۍ غونډه هم رابللې ده. که څه هم تراوسه ددواړو هېوادونو ترمنځ داټومي جګړې خبرداری نه دی ورکول شوی، خو وروستي اقدامات ښيي، چې روان کړکېچ به نور هم زیات شي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان ادعا وکړه چې تېره شپه یې هند په دغه هېواد کې ۳ لویې هوایي اډې په نښه کړي، چې دوی هم ورته اقدام کړی، خو هند وايي دپاکستان توغندي یې شنډ کړي دي. بل لورته تازه دامریکا بهرنیو چارو وزارت دهند او پاکستان ترمنځ دتاوتریخوالي دکمولو لپاره دمرستې وړاندیز کړی دی.
دا وړاندیز پرون سهار دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دپاکستان دپوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره دټیلیفوني خبرو پر مهال شوی دی. مارکو روبیو ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید دتاوتریخوالي دکمولو لپاره رغنده لارې چارې ولټوي او دراتلونکو احتمالي شخړو مخنیوی وکړي.