دهند ددولت لپاره دبهرنیو چارو وزیر وکرم میسري دشنبې په ورځ دپاکستان هغه ادعا کلکه رد کړه چې ګواکې دهند توغندیو افغانستان ویشتی دی، او دا یې “بشپړه بېاساسه تورونه” وبلل.
میسري، چې دهند دپوځ له ډګرمنې صوفیه قریشي او دهوايي ځواک دڅانګې له قوماندان ویمیکا سینګ سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې، دافغانستان له خلکو وغوښتل چې یاد وساتي کوم هېواد بیا بیا په هغوی بریدونه کړي. دده اشاره پاکستان ته وه چې په وروستیو څو کلونو کې یې په ځلونو دافغانستان پر خاوره بریدونه کړي دي.
هغه وویل: “دافغانستان خلکو ته اړتیا نشته چې څوک یې یاد کړي — هغه هېواد چې تل یې پر ملکي وګړو او زیربناوو بریدونه کړي، حتی دتېر یو نیم کال په جریان کې.” میسري پاکستان تورن کړ چې دنهیلۍ یې ددروغو کمپاین پیل کړی څو هند یرغلګر وښيي. له بلې خوا دطالبانو دحکومت ددفاع وزارت هم دپاکستان دپوځ دا ادعا رد کړه چې ګنې دهند پوځ پر افغانستان توغندویي برید کړی دی.
دطالبانو ددفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي سیمه ییزې راډیو حریت ته ویلي چې دافغانستان پر خاوره دهند دتوغندي دلګېدو ادعاوې حقیقت نه لري. دپأاکستان دپوځ ویندوی تېره شپه وروسته له دې چې هند د پاکستان په پنجاب ایالت کې پر دروړ پوځي اډو دکروز توغندو بریدونه وکړل، وویل چې هند دافغانستان خاوره هم ویشتې ده.