Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > دپاکستان خارجه وزیر کابل ته ورسید  

AgoNews: دپاکستان خارجه وزیر کابل ته ورسید

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

دپاکستان خارجه وزیر کابل ته ورسید

منبع

دویچه ویلی

تاریخ

4/20/2025 12:00 AM

شرح

 
 
 
 
دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر پرون شنبه داپریل ۱۹مه کابل ته ورسید. اسحاق ډر داسې وخت کابل ته تللی چې له پاکستانه دافغان کډوالو اخراجونو شدت موندلی، په تېرو دوو اونیو کې له ۸۵زرو ډېر افغانان خپل هېواد ته اخراج شوي دي.
 

کابل ته داسحاق ډر ترتلو دمخه، دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت ويلي و چې هغه به کابل ته دخپل سفر په جریان کې دطالبانو درئیس الوزرا محمد حسن آخوند په ګډون له لوړپوړو طالب چارواکو سره وګوري. دفرانسې خبري آژانس له کابله خبر ورکوي چې داسحق ډر دهرکلی له پاره دطالبانو دبهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معين، محمد نعیم، دکابل هوايي ډګر ته ورغلی و. دغه آژانس دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت له خوا دېوې خپرې شوې ويډيو پر اساس ويلي چې طالبانو له ډر څخه دالوتکې دکوزېدو پرمهال تود هرکلی کړی دی. 

پاکستانی وزير داسې وخت کابل ته سفر کوي چې اسلام آباد له پاکستانه دافغان کډوالو دوښکلو پراخ کمپاین پیل کړی او غواړي چې داپریل میاشتې تر پایه له ۸۰۰زرو ډېر هغه افغانان اخراج کړي چې په پاکستان کې یې داوسېدو اسنادو موده بشپړه شوي ده. په دوی کې به هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې زېږېدلي او له لسیزو راهیسې يې هلته ژوند کړی، هم شامل وي. دپاکستان دکورنیو چارو مرستیال وزیر، طلال چوهدري، دجمعې په ورځ داپریل ۱۸مه په دې هکله یوه خبري کنفرانس کې وویل چې «په ټاکل شوې مهلت کې به کوم نرمښت او غځېدل رامنځ ته نشي.»

چوهدري زیاته کړه: «کله چې تاسو پرته له کومو اسنادو [پاکستان ته] رارسېږئ، دا ستاسو په هکله د مخدره موادو دقاچاق، له تروریزم څخه دملاتړ او دنورو جرمونو په ارتکاب کې نه ډاډمنتيا لاپسې زیاتوي.» چوهدري تردې مخکې افغانان په «تروریزم او جرایمو» کې پر ښکېلتیا تورن کړي ول، خو کارپوهان وايي چې دپاکستان دغه چلند سیاسي انګیزه لري چې غواړي په دغه هېواد کې دناامنیو دډېرېدو په دلیل، په افغانستان کې دطالبانو پر حکومت فشارونه زیات کړي.

دملګرو ملتونو سازمان له پاکستانه دافغانانو پر ډلیزو اخراجونو اندېښنه ښوولې ده.

ددغه سازمان دمهاجرت ادارې تېره ورځ (د ۲۰۲۵م کال داپریل ۱۸مه) وویل چې په وروستیو ورځو کې افغانستان ته په اخراج شوو څه باندې ۸۵ زرو افغانانو کې له نیمايي زیات ېې ماشومان دي. دغې ادارې ویلي چې دغه ماشومان په داسې وخت کې افغانستان ته اخراجيږي چې هلته دطالبانو حکومت ښځو او نجونو ته یوازې تر شپږم ټولګي دزده کړو اجازه ورکوي او ښځې په اکثرو برخو کې له کار کولو منع کړل شوي دي.